BBC
 شاته

اشرف غني ویس احمد برمک د کورنیو چارو سرپرست وزیر ټاکلی

د انځور حقوق BARMAK
Image caption ښاغلي برمک وړاندې هم د افغانستان د کلیو او پراختیا وزیر په توګه دنده تر سره کړې ده.

د کورنیو چارو د وزیر په توګه د ښاغلي برمک د ټاکل کېدو فرمان نن یکشنبه د اګسټ ۱۳مه رسنیو ته لېږل شوی دی.

رسنیو ته له ولسمشرۍ ماڼۍ په استول شوي حکم راغلي، تر هغه چې ویس احمد برمک د باور رایې ترلاسه کولو لپاره ولسي جرګې ته معرفي کېږي، د کورنیو چارو د سرپرست وزیر په توګه به دنده پر مخ یوسي.

ولسمشر غني په یوه بېل فرمان کې د کورنیو چارو وزارت پخوانی وزیر تاج محمد جاهد د ولسمشر د امنیتي مشاور په توګه ټاکلی دی.

ښاغلی برمک د کورنیو چارو وزارت لپاره د ملي وحدت حکومت درېیم وزیر دی.

تر ښاغلي جاهد وړاندې نورالحق علومي د کورنیو چارو وزیر و، چې بیا یې له دندې استعفا وکړه.

۴۴ کلن ویس احمد برمک تر دې وړاندې د کلیو پراختیا د وزیر او همدارنګه له طبیعي پېښو سره د مبارزې په برخه کې د دولت د وزیر په توګه کار کړی دی.

ښاغلی برمک له جګړې وروسته د پراختیا او بیارغونې په برخو کې د لندن له ( SOAS) پوهنتونه د ختیځو او افریقايي څېړنو په پوهنځي کې زدکړې کړې دي.

نوموړي د یوې مودې لپاره په کابل پوهنتون کې هم تدریس کړی دی.

ولسمشرۍ ماڼۍ تېره اونۍ هم درې وزارتونو ته نوماند وزیران ور پېژندلي و.