BBC
 شاته

د فاریاب غورماچ ولسوالي طالبانو نیولې

.
Image caption دغه ولسوالۍ نژدې لس ورځې د طالبانو لاس کې وه.

د افغانستان شمال کې د فاریاب ولایت چارواکي وايي، ددغه ولایت غورماچ ولسوالي د طالبانو لاس ته لوېدلې ده. ولسوالي د درنې نښتې پایله کې طالبانو نیولې ده.

د ۲۰۹ نمبر شاهین قول اردو د لومړۍ لوا ویاند محمد ایمل مجبور بي بي سي ته وویل، د یکشنبې په ورځ (زمری ۲۲مه) پر امنیتي پوستو تر پراخو بریدونو وروسته غورماچ ولسوالي د طالبانو لاس ته ولوېده.

نومړی وايي، د برید پرمهال یو امنیتي سرتېری وژل شوی او دوه نور ټپیان دي. دی د یوشمېر طالب جنګیالیو د وژل کېدو ادعا هم کوي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د فاریاب غورماچ ولسوالي افغان حکومت نیولې

طالبانو د غورماچ امنیه قومندان وژلی

'د فاریاب غورماچ امنیه قومندان طالبانو ته تسلیم شوی'

ښاغلی مجبور وايي، دا چې پوستو کې ډېر مهمات او تجهیزات نه وو، جګپوړو چارواکو ته یې خبر وکړی، خو په وینا یې هغوی ډېر پام نه دی ورته کړی.

د نوموړي په وینا، دا مهال افغان امنیتي ځواکونه له طالبانو سره د ولسوالۍ بېرته نیولو په جګړې بوخت دي، خو وايي کوم پاموړ پرمختګ نه دی شوی.

غورماچ د افغانستان شمالي فاریاب ولسوالۍ ستراتیژیکه سیمه ګڼل کېږي چې د فاریاب او بادغیس ولایتونو ترمنځ د پله حیثیت لري.

په تېرو دوو کلونو غورماچ ولسوالي دوه ځلې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د څو ورځو لپاره لاس په لاس شوې ده.

په وروستیو کې د افغانستان د شمال په ګډون په ځینو سیمو کې د طالبانو فعالیت ډېر شوی. طالبانو یوه اونۍ وړاندې د یوه بل شمالي سرپل ولایت میرزااولنګ لیرې سیمه ونیوه.

د تېر ۲۰۱۶ کال اکتوبر کې افغان حکومت اعلان وکړ، چې د فاریاب غورماچ ولسوالي یې د طالبانو له ولکې بېرته نیولې ده.

دغه ولسوالۍ نژدې لس ورځې د طالبانو لاس کې وه.

دغه ولسوالۍ د ۲۰۱۵ کال د اکتوبر پر ۱۸ مه هم طالبانو نیولې وه، چې بېرته افغان امنیتي ځواکونو ونیوه.

د فارياب غورماچ ولسوالي د فارياب او بادغيس ترمنځ پرته ده، چې د افغانستان حلقوي سړک هم له همدغې ولسوالۍ تېرېږي.