BBC
 شاته

مېککري؛ څلوېښت کلن انځورونه، بل افغانستان

. د انځور حقوق Getty Images
Image caption سټیو مېککري په تېرو څلوېښتو کلونو کې د افغانستان په اړه بېلابېل عکسونه اخیستي دي.

د برتانیا اينډيپنډنټ ورځپاڼې د نامتو امریکایي عکاس سټیو مېککري د هغو انځورو په اړه یوه لیکنه کړې ده چې ده په تېرو ۴۰ کلونو کې په افغانستان کې اخیستي دي.

د مېککري له نوم سره که څوک بلد نه وي نو لږ تر لږه د شربت ګلې نوم به ډېرو خلکو اورېدلی وي او د دې افغانې پېغلې انځور به یې هم په موټرو، یا هوټلونو یا دفترونو کې لیدلی وي.

دا انځور همدې عکاس، یعنی سټیو مېککري له نن څخه ۳۳ کاله وړاندې په پېښور کې د افغان کډوالو په یوه پنډغالې کې اخیستی و.

اوس نوموړي خپل یو انځوریز کتاب چاپ کړی دی. په دې کتاب کې ده ۲۳۰ داسې انځورونه راټول کړي چې په تېرو ۴۰ کلونو کې یې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې اخیستي.

د ډېرو په اند، دا انځوریز کتاب لوستونکو یا لیدونکو ته یو بل افغانستان ور ښکاره کوي.

کتاب داسې یو تاثر یو پیغام ورکوي چې په افغانستان کې له ټولو ناخوالو، جګړو او کړاوونو سره سره خلک بیا هم ژوند کوي، او په ځینو دې انځورونو کې رښتیا هم چې دا ژوند ډېر ښکلی ښکاري.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption خلیفه برج په نړۍ کې تر ټولو دنګه ودانۍ

خلیج ټایمز

د خلیج ټایمز ورځپاڼه وایي، د متحده عربي اماراتو حکومت هغو خلکو ته چې شتمني لري او کولی شي په دوبۍ ښار کې پانګونه وکړي، د جواز ترلاسه کول او نور شرایط اسانه کړي دي.

حکومت په همدې پلمه یو نوی سکیم یا کمپاین پیل کړی دی.

د دې کمپاین نوم دی (راشه ابادي وکړه).

له دې اسانۍ په خاصه توګه هغه خلک ګټه اخیستلی شي چې په ودانیزه برخه کې غواړي پانګونه وکړٍي.

دبۍ خو هسې هم د لوړو ودانیو ښار بلل کېږي. بلکې د نړۍ تر ټولو لوړه ودانۍ، برج الخلیفه هم په دبۍ کې ده.

نو اوس که بهرنیان هم غواړي چې دبۍ ته ورشي او نوې ودانۍ جوړې کړي، دا به ورته د پخوا په پرتله ډېره اسانه وي. دا ځکه چې د نوو ودانیزو پروژو لپاره جواز ترلاسه کول به اوس اسان او چټک وي.