په ویرجینیا کې د سپین پوستپالو او د هغوی د مخالفانو نښتې
د امریکا په ویرجینیا ایالت کې د سپین پوست پالو پر لاریون د یوه ځوان له خوا مموټر ور وستل شوی چې له امله یې یوه ښځه مړه او ۳۰ کسان ټپیان دي.
د ویرجینیا والي تري مک اولیف، د سپینپالو د لاریون په غبرګون کې رسنیو ته وویل، هغو کسانو ته چې سپین پوستي له نورو غوره ګڼي، زما پیغام دا دی چې کورونو ته مو لاړ شئ. نه دلته او نه مو د امریکا په نورو برخو کې ستاسو لپاره ځای شته.
ډیموکراټ مک اولیف چې په توند لحن پخپلو خبرو کې دوه ځلي وویل، امریکا ته د یووالي راستنولو لپاره باید غورځنګ جوړ شي.
د رسنیو له خوا اخیسل شويو انځورونو کې ښکاري چې یو موټر د کوڅې تر پایه چې دواړو خواوو کې یې لاریونوال ولاړ دي چټک ځغلي، له بل موټر سره ټکر کوي او بیا په لوی لاس پر شا حرکت کوي چې له امله یې یادو سپین پوستپالو لاریونوالو ته مرګ ژوبله اوړي.
په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي انځورونه ښيي چې ژغورونکي د هغو کسانو په درملنه بوخت دي چې د موټر په پېښه کې ټپیان شوي دي.
د ویرجینیا پولیسو ویلي، د موټر چلوونکی یې نیولی دی.
د پولیسو په خبره، موټروان جیمز الکس فیلډ جونیور نومېږي، سپین پوستی او د اوهایو ایالت اوسېدونکی دی.
په امریکا کې د اګست د ۱۲مې پېښې پر داسې مهال رامنځته شوي چې د ښي اړخو افراطي سپین پوستپالو د لاریونونو له امله د شارلوتزویل په ښار کې بېړنی وضعیت اعلان شوی و.
په دغو لاریون کې د ګډون لپاره سلګونه کسان ټاکل شوي ځای ته رسېدلي وو.
له دوی سره هممهاله په امریکا کې د توکمپالنې مخالفانو هم لاریون را وویست او د موازي حرکت په توګه یې ځانونه شارلوتزویل ښار ته ورسول.
په ښار کې د بلوا ضد نور پولیس هم ځای پر ځای شول.
پولیس له سپین پوستپالو او د هغوی له مخالفو لاریونوالو سره په نښته کې ښکېل شول.
ښي اړخي سختدریځي سپین پوستپال د جمعې په شپه ډيوه په لاس د شارلوتزوېل لارو کوڅو ته ووتل.
یو شمېر کسانو پر ډونلډ ټرمپ له دې امله نیوکه کړې چې ولې یې ښي اړخي سختدریځي، ستر کوکلاکسان او قومپالونکي نه دي غندلي.
د امریکا په سنا کې له فلوریډار جمهوريپال سناتور مارکو روبیو سپین غوره ګڼونکو ته په اشارې ویلي، د امریکا ملت لپاره مهمه ده چې ولسمشر د ویرجینیا پېښې او سپین پوستي غوره ګڼونکي له یوې مخې وغندي.