BBC
 شاته

اویا کلن پاکستان او پښتانه

واڼه د انځور حقوق Getty Images

له ډېورنډ کرښې سره څېرمه په قبایلي سیمو کې د پاکستان له منځته راتلو راهیسې ترننه پورې لاهم د ایف سي ار یا قبایلي سیمو لپاره قانون نافذ دی او ځينې ځايي وګړي د هرې بدمرغۍ لامل همدا قانون بولي.

د پاکستان واکمنو بیا بیا دلته د اصلاحاتو ژمنې کړې دي، خو ځايي اوسېدونکي وايي، په عمل کې لا هم د دې سیمو د خلکو لپاره هيڅ نه شته.

د پاکستان د مرکزي حکومت تر کنترول لاندې قبایلي سیمې چې اووه ایجنسۍ او شپږ ایف ار سیمې په کې شاملې دي، له ډيورنډکرښې سره چې پاکستان يې له افغانستان سره پوله بولي، پرتې دي.

Image caption سمرینه وزیر وايي، به فکر کاوه، چې نوره نړۍ له موږ ولې مختلفه ده، ایا زموږ قسمت همدا دی؟

په دې سیمو کې لاهم د ایف سي ار په نامه هغه قانون دی، چې ساری یې د نړۍ په هیڅ یوه ګوټ کې نه لیدل کېږي. خپله د دې سیمې خلک دې قانون ته د تور قانون نوم ورکوي او یا هم وايي، هیڅ قانون نه دی.

سمرینه وزیر د وزیرستان یوه پېغله ده، چې اسلام اباد کې مېشته ده، قانون يې لوستی او اوس مهال د پاکستان په ستره محکمه کې وکیله ده. هغه وايي، قانون یې له همدې امله لوستی، چې په سیمه کې يې قانون نه و.

''ما به فکر کاوه، چې نوره نړۍ له موږ ولې مختلفه ده، ایا زموږ قسمت همدا دی؟ خو له زده کړو وروسته پوه شوم، چې یو څه شته چې موږ یې نه لرو او له هغه وروسته مې د زده کړې لپاره قانون انتخاب کړ. ''

د انځور حقوق .
Image caption د همدې اصلاحاتو لپاره ځينې وخت احتجاجونه کېږي

د دې سیمو د ډېرو خلکو له لومړۍ ورځې یو ارمان دا دی، چې څه ډول يې په سیمه کې اصلاحات وشي او د دوی يه خبره د ایف سي ار په نامه دغه تور قانون ته د پای ټکی کېښودل شي.

د همدې اصلاحاتو لپاره ځينې وخت احتجاجونه کېږي او په دې احتجاجونو کې که یوې خواته پر قبایلو راکښلې کرښې غندل کېږي، نو بلې خواته يې پر ژبه د پاکستان له واکمنو ګیلې هم وي. په یوه همداسې احتجاج کې شریکه سیاستواله بشرا ګوهر وايي:

''دا د انګریزانو راکښلې کرښې دي، چې موږ یې له سره نه منو. پښتانه یې در په در کړي دي او د دوی د وروسته پاتې ساتلو هڅه یې کړې ده. مخکې د انګریزانو غلامي وه او اوس په فاټا کې د پنډۍ او اسلام اباد غلامي ده. اویا کاله کې موږ ولیدل، چې دغه سیمه لوټې لوټې شوه او خلک یې د خشاک غوندې استعمال شول. ''

د ټولو سیمو استازي د پاکستان په پارلمان کې شته، خو دغه استازي يې ځانونه تش په نامه غړي یادوي او وايي، د اسلام اباد واکمنو يې کله هم غږ له زړه نه دی اورېدلی. سجاد توري چې د پاکستان په مشرانو جرګه کې د کورمې استازی دی وايي:

Image caption بشرا ګوهر وايي، مخکې د انګریزانو غلامي وه او اوس په فاټا کې د پنډۍ او اسلام اباد غلامي ده.

''دا ۷۰ کاله چې دوی یو ځای ته رسېدلي، خو د خپل کار او زیار له کبله رسېدلي دی او د روسیانو له جګړې راهیسې دا ۳۵ کاله خو قبایلو ډېر سخت او په عذاب کې وخت تېر کړی دی. مخکې د ملکانو سیسټم و او ملک به رایې ورکوله او د پارلمان غړي به یې ټاکل، خو دا افتخاري غړي دي، داسې هېڅ واک او اختیار نه لري، چې قبایلي سیمه کې اصلاحات وکړي او یا د قبایلي سیمو غږ پورته کړي. ''

د پخواني لومړي وزیر محمد نوازشریف حکومت په بهرنیو چارو کې د خپل سلاکار سرتاج عزیز په مشرۍ د قبایلي سیمو د اصلاحاتو لپاره یوه کمېټۍ جوړه کړه، دغې کمېټۍ نه یوازې د اصلاحاتو بلکې د قبایلي سیمو له پښتونخوا سره د یو ځای کولو ژمنه هم وکړه، خو اوس داسې ښکاري، چې دغه ژمنه هم یوازې ژمنه وه.