BBC
 شاته

هند: دولتي روغتون کې ۶۰ ماشومان مړه شوي

د انځور حقوق AFP
Image caption دا معلومه نه ده چې ولې روغتون کې دومره ډېر ماشومان مړه شوي

د شمالي هند یوه دولتي روغتون کې ۶۰ ماشومان داسې حال کې مړه شوي، چې ادعا کېږي د پېسو نه ورکولو له کبله روغتون ته اکسیجن نه ورکول کېدل. د اترپردېش ایالت چارواکو منلې، چې روغتون ته اکیسجن نه ورکول کېدل، خو ادعا کوي چې ماشومان د اکسیجن نشتوالي له کبله نه دي مړه شوي.

پېښه د ګورکپور سیمې په بابا رګېوداس نومي روغتون کې شوې. دغه روغتون کې ډاکټران داسې حال کې لیدل شوي، چې د عادي کڅوړو له لارې یې ناروغانو ته اکسیجن ورکول.

هند کې د ښځو د سرونو ویښتو غلا وېره خپره کړې

ولې کلیوالې هندۍ د مېړه نوم نه اخلي؟

هند: ښوونځي کې د ګاز له کبله ۲۰۰ زده کونکې روغتون ته وړل شوې

ځايي افسر انیل کومار منلې، چې د (راکړې ورکړې) یو مساله شته، خو وايي کېدای شي مړینه طبیعي وي، ځکه په وینا یې ډېر ناروغان په خورا (جدي) حالت کې روغتون کې بستري شوي وو.

د روغتیا ایالتي وزیر سیدهارت نات سینګ هم دا رد کړې، چې ګواکې مړینه د اکیسجن ګاز لږوالي له کبله شوې. نوموړی وايي دغه روغتون کې د اګست میاشتې له پیله هره ورځ په اوسط ډول له ۱۹ تر ۲۲ پورې ماشومان مړه کېدل.

د انځور حقوق AFP
Image caption ډېر ماشومان د ځانګړي پام څانګې(ای سي یو) کې مړه شوي دي

هغه دا هم ویلي، چې روغتون کې اکسیجن لږ نه و، بلکې یوازې په بېړنیز حالت کې د کارېدونکو اکسیجنو ډبو لږوالی و. دغه سیمه د هند له ډېرو بې وزله سیمو یوه ده او هر کال په کې سلګونه ماشومان د بېلا بېلو ناروغیو له کبله مړه کېږي.

روغتون چارواکو په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د کاز رسېدلو کچه ټیټه شوې وه، خو دوی سملاسي ساتل شوي اکسیجن رسولي دي. په اعلامیه کې دغه راز ویل شوي، چې دا معلومه نه ده، چې یوازې په دوو ورځو کې ولې دومره ډېر ماشومان مړه شوي دي.

ډیلي کې د بي بي سي خبریال سنجې موجمدار وايي په هند کې له دې کبله له تاوتریخوالي ډکې څرګندونې شوې دي، یو شمېر کسانو دا ډله ییزه وژنه بللې او پر اپوزیسیون مشرانو هم له دې کبله نیوکې شوې، چې ګواکې دغه موضوع یې سیاسي کړې ده.

د انځور حقوق AFP
Image caption د ۶۰ ماشومانو له مړینې وروسته روغتون کارکونکي اکسیجن ډبو ازموینه کوي

اتر پردېش کې د واکمن بهارتیه جنتا پارټي (بي جي پي) ګوند واکمن دی. ډیلي کې مرکزي حکومت ویلي چې د پېښې په اړه یې د څېړنو لپاره پلاوی ګومارلی دی او د لومړي وزیر نرېندرا مودي له دفتره په یوه ټویټر پیغام کې ویل شوي دي، چې حالت له نژدې څارل کېږي.