BBC
 شاته

کوټه: د امنیتي ځواکونو پر ګاډي برید کې ۱۵ کسان وژل شوي

د پاکستان پوځي چارواکي وايي د جمعې پر شپه د بلوچستان ایالت مرکزي ښار کوټه کې د یوې بمي چاودنې له کبله ۱۵ کسان وژل شوي دي.

د پوځ عامه اړیکو ای اېس پي ار له لوري ویل شوي، چې چاودنه د امنیتي ځواکونو پر هغه ګاډي شوې، چې سیمه کې یې ګزمه کوله. له چاودنې وروسته اور بل شوی، چې پر شاوخوا نورو ګاډو هم لګېدلی دی.

چارواکو ویلي، وژل شویو ۱۵ کسانو کې اووه ملکي کسان دي. پېښه کې ۲۵ کسان ټپیان شوي چې د چارواکو په وینا ۱۵ په کې ملکي کسان دي.

ټپیان د کوټې ښار سي ایم ایچ روغتون ته لېږدول شوي دي.

کال مخکې پر همدې ورځ د کوټې وکیلان وژل شوي وو

د کوټې بريد: د پاکستاني طالبانو يوې ډلې د بريد پړه منلې

کوټه کې وسله والو دوه چینایان تښتولي دي

د بي بي سي خبریال محمد کاظم وايي، د بلوچستان د کورنیو چارو ایالتي وزیر میر سرفراز بګټي ورته د ټیلیفون له لارې ویلي، چې ځواکونو ګزمه کوله، چې ګاډی یې د بمي برید ښکار شو.

ویل کېږي د پنځو ټپیانو روغتیايي وضعیت ډاډمن نه دی. د چاودنې غږ په شاوخوا لرې سیمو کې هم اورېدل شوی دی.

د سرفراز بګټي په وینا تر اوسه معلومه نه ده، چې چاودنه د ریموټ کنترول له لارې شوې او که کومه بله طریقه کاروول شوې ده.

پشین سټاف سیمه چې دغه چاودنه په کې شوې د ښار له مهمو سیمو بلل کېږي. د بلوچستان والي دفتر، د پاکستان ملي ټلویزیون دفتر او یو شمېر نورې مهمې ودانۍ په همدغه سیمه کې موقعیت لري.

د چاودنې له کبله سیمه کې ولاړو ګاډو ته زیان اوښتي او د شاوخوا ودانیو هندارې ماتې شوې دي.

بلوچستان کې د حالت له ترینګلتیا راهیسې کوټه ښار کې د ناامنیو لړۍ دوام لري.

تېره جون میاشت کې د پولیسو مشر دفتر ته څېرمه د یوه ځانمرګي برید پایله کې د پولیسو اووه سرتېرو په ګډون ۱۳ کسان وژل شوي وو. خو ځايي چارواکي وايي، کوټه کې د کلکو امنیتي تدبیرونو له کبله د بمي چاودنو پېښې لږ شوې دي.