BBC
 شاته

په نیمروز کې ایرانی ځانمرګی نیول شوی

Image caption د نیمروز امنیه قومندان: نیول شوی کس ځان ایرانی معرفي کوي.

د افغانستان د سوېل لوېدیځ نیمروز ولایت امنیتي چارواکي وايي، په خاشرود ولسوالۍ کې یې یو ایرانی ځانمرګی بریدګر نیولی دی.

د نیمروز امنیه قومندان جیلاني ابوبکر وايي، نیول شوی کس ځان ایرانی معرفي کوي.

د نوموړي په خبره، یاد کس یې پنځه ورځې وړاندې هغه مهال ونیوه چې وسله والو مخالفانو د پولیسو په یوه سرحدي پوسته برید وکړ.

ښاغلي ابوبکر زیاته کړه، له پولیسو سره په نښته کې درې بریدګر وژل شوي هم دي چې د نیول شوي کس په خبره په ډله کې یې یو دده د اکا زوی او ایرانی دی: "د نیول شوي کس دوسیه یې عدلي او قضايي ارګانونو ته لېږلې ده."

تر دې وړاندې هم د افغانستان د لوېدیځو ولایتونو چارواکو د دغو سیمو په ناامنه کولو کې د ایران د لاس لرلو خبره کړې وه.

په افغانستان کې ایراني ډپلوماټانو تل د افغانستان په ناامنۍ کې د ایراني ځواکونو لاس لرل رد کړي دي.

له وسله والو طالبانو د ایران د ملاتړ مسله چې ځلونو افغان چارواکو مطرح کړې، د ایران دولت ترې انکار کړی دی.