شاته

د افغانستان پخوانی جګړه مار ایټالیا کې د داعش مشر دی

د یکشنبې په ورځ د ایټالیا رسنیو خبر خپور کړ، چې د میلان په سیمه کې د داعش ډلې یوه اړونده وړه شبکه فعالیت کوي.

ویل کیږي، چې د ایټالیا د دغې مېشتې ترهګرې ډلې غړي، د ۴۷ کلن ابو نیسم جهادیان دي. ابونسیم د تونس دی او خپله ځواني يې په ايټالیا کې تېره کړې ده. ابو نیسم اوس په لیبیا کې د داعش ډلې قومندان دی او تر هغه مخکې په افغانستان او سوریه کې هم جنګېدلی دی.

په افغانستان کې د هغه د جنګ په اړه نور معلومات ورکړل شوي نه دي، خو د پخواني شوروي ځواکونو د یرغل، مجاهدینو او بیا طالبانو پر مهال زرګونه عرب جګړه ماران افغانستان ته تللي وو.

په اصل کې دغه راز د لیبیا استخباراتي مامورانو پيدا کړ. د همدې اونۍ په پیل کې د لیبیا ځواکونو د سرت په ښار کې د اسلامي دولت یو مرکز ونیوه او داسې اسناد یې په کې پیدا کړل، چې د ایټالیا په میلان کې د داعش د یوې شبکې موجودیت ښکاره کوي.

د اسوشیټډټ اژانس وايي د داعش جنګیالي له لیبیا نه د مدیترانې پر لار ایټالیا ته داخلېدی او ترهګریز بریدونه کولی شي. په ایټالیا کې امنیتي ادارو ته د تیارسۍ امر شوی او د کورنیو چارو وزیر، انجیلینو الفانو، د جهادي ډلو ټپلو د مشکوکو کسانو او خواخوږیو شړل هم پیل کړي دي.

د اسلامي دولت ډلې او نورو جهادیانو پر ضد د نوې تګلارې له مخې د ۲۰۱۵کال راپدیخوا ایټالیا د بېلابېلو جوماتونو نهه ملا امامان شړلي دي او چارواکي وايي په دغه کار سره په ایټالیا کې د ترهګرۍ بریدونه او ویره څه ناڅه کمه شوې ده.

د ایټالیا د کورنیو چارو وزارت د ۱۰۹ مشکوکو اورپکو د شړلو پرېکړه کړې، چې په دوی کې یې د ۴۳ کسانو د شړلو پرېکړه په ۲۰۱۶ کال کې شوې ده.