وسله والو په نیویارک کې د یو جومات ملا امام وژلی دی
نامعلومه وسله والو د امریکا د نیویارک په ښار کې د یو جومات امام او د هغه یو ملګري په ډزو وژلي او له سیمې تښتېدلي دي. پېښه د شنبې په ورځ د کوئنز په سیمه کې د الفرقان په جومات کې شوې ده.
پولیس چارواکي وايي بریدګرو ملا امام او د هغه ملګري له شا نه په ډزو وېشتلي دي. د نیویارک د پولیسو ویاند، ټیفي فلیپس، ویلي چې پلټنې یې پیل کړي، خو تراوسه یې نه څوکنیولي دي او نه هم د برید علت څرګند شوی دی.
۵۵ کلن ملا امام، مولانا اخوندي جي او ۶۴ ملګری یې طهارالدین نومېدل، چې په نیویارک کې یې ژوند هم کاوه.
په امریکا کې د مسلمانانو د حقونو د ساتلو ټولنې ،کیئر، پر دغې پېښې خواشينې څرګنده کړې ده او ویلي یې چې د دغو مسلمانو په وژلو به احتجاجي مظاهره وکړي.
په نیویارک کې د دغې ټولنې غړي ناشر د رویټرز اژانس ته وویل چې هغوی پر پېښې غمژن دي خو د انصاف او عدالت کلکه غوښتنه هم کوي.
د کیئر ټولنې په نیویارک کې د الفرقان جومات مخې ته خبري غونډه هم رابللې وه. د نیویارک د پولیسو مرستیال، هنري سوټنر، په یوې اعلامیې کې ویلي چې پوليسو د سیمې ویډیو ترلاسه کړې او د عیني شاهدانو په مرستې به د پېښې پلټنه کوي.
ویل کیږي چې ملا امام د بنګلدېش اصلي اوسېدونکی و.