BBC
 شاته

ولسمشر غني د افغانستان د ځوانانو روزنیز پارلمان ناسته پرانسته

Image copyright MoF
Image caption ښاغلي غني د افغانستان ځوانان د "وصل نسل" یاد کړل او له هغوی یې وغوښتل چې د هېواد یووالي ته ډېره پاملرنه وکړي.

د افغانستان د پارلمان په ودانۍ کې د ولسمشر محمد اشرف غني په حضور کې د افغانستان د ځوانانو پارلمان ناسته پرانستل شوه.

دا ناسته چې نن د یکشنبې (اسد/زمري ۲۴مه) د مشرانو جرګې په تالار کې ترسره شوه، له ټول افغانستان نه پکې ۱۳۰ تنو ځوانانو د روزنیز پارلمان د غړو په توګه پکې برخه واخسته.

ددغه سمبولیک پارلمان هدف د ځوانانو ترمنځ د "ولسواکۍ تمرین" او په هېواد کې د دیموکراسۍ پیاوړي کول بلل شوي.

د افغانستان د ځوانانو پارلمان ناسته د ملګرو ملتونو په مالي ملاتړ ترسره شوه، په دغه پارلمان کې ځوانان پر دې ځان پوهوي چې استازیتوب څه شی دی، پارلمان څنګه کار کوي او د استازیتوب تجربه څه ده.

ددغه روزنیز پارلمان غړي د افغانستان له ۳۴ ولایتونو غوره شوي چې ۳۳ سلنه یې نجونې دي. د کوچیانو، هندوانو، سیکانو او معلولانو په څېر اقلیتونو ونډه هم پکې په پام کې نیول شوې ده.

د افغانستان ولسمشر اشرف غني ځوانان د "وصل نسل" یاد کړل او له هغوی یې وغوښتل چې د هېواد یووالي ته ډېره پاملرنه وکړي.

هغه کډوالۍ، تبعیض او د ښځو لپاره محدودیتونو ته په اشارې سره وویل، هېواد به یې هېڅکله شاته ونه ګرځي.

د سنا مجلس رییس فضل هادي مسلمیار د افغانستان له کابینې وغوښتل ددغه روزنیز پارلمان پنځه ورځنۍ ناسته کې، ددوی کمیسیونونو ورشي او د ځوانانو پوښتنو ته ځواب ورکړي.

د ځوانانو دا ناسته په داسې حال کې د افغانستان په پارلمان کې ترسره شوه چې د پارلمان واقعي غړي د شپږم کاري کال په دوبنیو رخصتیو تللي دي.

د قانون له مخې، ولسي جرګې کاري دوره او په مشرانو جرګه کې د استازیتوب حد اکثر موده پنځه کاله ده، خو د ټاکنو د نه ترسره کېدو له امله، د ولسي جرګې پخوانیو غړو خپل کار ته دوام ورکړ.

ټاکل شوې وه چې دا ټاکنې تېر کال ترسره شي، خو داسې ښکاري چې سږکال به هم ترسره نشي. په راتلونکي کال کې ددغو ټاکنو ترسره کېدو لپاره هلې ځلې روانې دي.

تېرو کلونو کې د ځوانانو پارلمان ناسته په محدود ډول په کابل کې ترسره شوې وه، خو دا ځل د ټولو ولایتونو په کچه د ځوانو استازو په شتون کې ترسره کېږي.

په ورته وخت کې د مدني ټولنو یو شمېر غړي ادعا لري چې د ځوانانو دغه روزنیز پارلمان یوازې د چارواکو خپلوان ټاکل شوي او د هغوی په غوره کې کولو کې د ځوانانو وړتیا او د غړیتوب شرایط په پام کې نه ده نیول شوې.

د ځوان غبرګون په نوم مدني ټولنې د یوې اعلامیې په خپرولو د افغانستان د ځوانانو پارلمان له جوړوونکو ملاتړو غوښتي چې افغانستان کې د دیموکراسي د پیاوړتیا او بنسټیز کېدو لپاره پر دې ډول پروګرامونو جدي څارنه وکړي او د هغوی په وینا "فاسدو کسانو ته اجازه ورنکړي چې د ځوانانو او ددې هېواد پر راتلونکې لوبې وکړي."