امیرګل: د مرکزي بغلان نښته کې ۶ وسلهوال طالبان وژل شوي
د بغلان امنیتي مسوولین وايي چې په مرکزي بغلان کې د امنیتي ځواکونو او وسلهوالو طالبانو ترمنځ سخته جګړه روانه ده.
د بغلان د امنیه قومندانۍ د امنیت امر جنرال امیرګل حسین خیل نن ازادي راډیو ته وویل چې دغه نښته تېره شپه هغه مهال پیل شوه چې وسلهوالو طالبانو پر امنیتي پوستو برید وکړ.
ښاغلي حسین خیل وویل چې په دغه نښته کې ۶ طالبان وژل شوي او ۲ نور ټپیان شوي دي.
په سیمه کې د ازادي راډیو خبريال وايي چې تر مرکزي بغلان سربېره په دهنه غوري کې هم د جګړې په اړه راپورونه ورکړل شوي دي.