یمن کې پر ښوونځي هوایي برید ۱۰ ماشومان وژلي
د بې پولې ډاکټرانو سازمان وايي، د یمن شمال کې پر یوه ښوونځي د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف په هوایي برید کې ۱۰ ماشومان وژل شوي او ۲۸ نور ټپيان شوي دي.
دا برید د شنبې په ورځ د صعده ولایت د حیدان کلیو شاوخوا په داسې مهال شوی چې زدکوونکي د دوبنیو رخصتیو پرمهال د دیني زدکړو په ټولګي کې را ټول شوي وو.
د بې پولې ډاکټرانو ویاند مالک شهیر وايي، په دې برید کې د وژل شویو او ټپي ماشومانو عمر د ۸ او ۱۵ کلونو ترمنځ دی.
په ټولنیزو رسنیو کې د ماشومانو د مړو انځورونه خپاره شوي چې په وینو یې جامې سرې او د یو بل څنګ ته اېښودل شوي دي.
د تېر جون په لومړیو کې ملګرو ملتونو یمن کې د تېر کال جګړه کې د ماشومانو د ۶۰ سلنه مرګ ژوبلې مسوولیت د سعودی عربستان په مشرۍ پر عرب ایتلاف واچاوه.
په تېر یو کال کې د یمن جګړه کې د دغه هیواد له ۵۲۰ ډېر ماشومان وژل شوي او له ۶۵۰ ډېر ټپیان شوي دي.
د ملګرو ملتو سرمنشی بانکي مون، د سعودي عربستان په مشرۍ د عربي هېوادونو ایتلاف په یمن کې د ماشومانو پر وژنه تورن کړ او ویې ویل، دا ایتلاف د هغو ځواکونو تور نوملړ کې شاملېږي چې جګړه کې د ماشومانو حقونو ته پام نه کوي.
خو پنځه ورځي وروسته د سعودي عربستان په اعتراض د دې ایتلاف نوم د لنډمهال لپاره په جګړه کې د ماشومانو پر حقونو د تېري کوونکو له تور نوملړ نه لرې شو.
په یمن کې حوثي وسله وال، حکومتي ځواکونه او حکومت پلوه وسله وال ان پنځه کاله مخکې په جګړه کې د ماشومانو پر حقونو د نقض کوونکو تور نوملړ ته ورزیات شوي دي.
د یمن القاعده هم په دې نوملړ کې ده.