BBC
 شاته

نیوزیلېنډ هرالډ: نجلۍ د قاتل نوم واخست او ساه یې ورکړه

نیوزیلېنډ هرالډ

Image copyright Reuters

د نیوزیلېنډ هرالډ ورځپاڼې د هغې امریکايۍ نجلۍ د مړینې وروستۍ شېبې انځور کړي چې پرون لاس انجلس کې ووژل شوه. ورځپاڼې لیکلي؛ یلېنا لیلیان موور خپله وروستۍ ساه ساتلې وه چې د قاتل نوم پرې واخلي.

نیوزیلېنډ هرالډ لیکي؛ د سهار درې بجې کله چې د یلینا مور د خپلې لور چغه واورېده او کوټۍ ته یې ورغله ګوري چې لور یې په چړې وهل شوې، یلینا په وروستۍ ساه کې د خپل ملګري «روري» نوم واخیست او ساه یې ورکړه.

د پولیسو څېړنې ښودلې چې روري دغه شپه د یلینا په کور کې ؤ او اوس يې لټون روان دی.

ټایمز:

Image copyright AFP

د جاپان ټایمز ورځپاڼه خبر ورکوي چې د فلېپین یاغي مسلمانانو د سولې خبرې اترې له سره پیل کړې. د ورځپاڼې په لیکنه دا د اوسني ولسمشر رودریګو دوترت تر مشرۍ لاندې لومړنۍ خبرې اترې دي چې غواړي د لسیزو تاوتریخوالو ته د پای ټکی کېږدي او خپل هېواد ته سوله راولي.

جاپان ټایمز د ولسمشر د سلاکار له قوله لیکي، مالیزیا کې په لومړۍ ناسته که به دواړه خواوې د ولسمشر په وړاندیز شوې تګ لیکي سره سلا وکړي. د ده په وینا سولې ته رسېدل آسانه کار نه دی خو د پیاوړي هوډ درلودل یې شونی کوي.

د مولو اسلامۍ آزادۍ ډله چې نژدې دولس زره غړي لري له ۱۹۷۰ مو کلونو راهیسې د فلېپين په سوېل کې په جګړې بوخته ده، خو د جاپان ټایمز په لیکنه تر ۲۰۱۴ کال وروسته چې د دولت او د اورپکو ترمنځ تړون لاسلیک شو، اوس خورا لویه تمه پیدا شوې چې دې هېواد ته به سوله راشي.

ایکسپرېس ټریبیون:

Image copyright Reuters

د پاکستان چاپ ایکسپرېس ټربیون ورځپاڼې پر هند له ملنډو ډکه نیوکه کړې چې د خپلواکۍ په اویایمه کلیزه کې یې د پاکستان جي اف-۱۷ جنګي الوتکه نندارې ته ایښې وه.

ورځپاڼه لیکي؛ په هغې ویډیو کې چې د هند د کلتور وزارت جوړه کړې وه، چین کې جوړه پاکستانۍ الوتکه یې وښودله، خو وروسته له دې چې پر خواله رسنۍ خبره راوسپړل شوه، نو بېرته یې لېرې کړه.

یکسپرېس ټربیون د ځینو کسانو کمنټونه خپاره کړي چې یوې یې ویلي «که د عکسونو کاپي کول همداسې ادامه ولري، نو د فوټوشاپ یوه وزارت ته هم اړتیا شته.

ورځپاڼه لیکي له دې چې د هند جوړه تېجاس جنګي الوتکه او جې اف-۱۷ سره ورته دي او دواړه په یوه انجن چلېږي، نو ښايي په همدې تېروتي وي.