BBC
 شاته

د سوریې حلب کې ځمکنیو او هوایي بریدونو ۵۱ کسان وژلي

Image copyright Reuters

د سوریې د بشري حقونو فعالینو په وینا، په حلب ولایت کې د شنبې په ورځ په ځمکنیو او هوايي بریدونو کې د څلورو ماشومان په ګډون لږ ترلږه ۵۱ کسان وژل شوي دي.

بریتانیا مېشتې د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې راپور وکړی چې د حلب په ختیځ کې د اورپکو تر کنټرول لاندې سیمه کې د سوریې دولتي ځواکونو هوایي بریدونو کې ۱۵ کسان وژل شوي.

نهه ولسي وګړي د دولت مخالفو وسله والو په برید کې د حلب په لویدیځ کې ووژل شول. سربېره پردې ددغه راپور له مخې، د سوریې او روسې ګډ هوایي بریدونه د ۲۷ کسان لامل شوی.

دا بریدونه داسې مهال کېږي چې روسیې ویلي د ورځې ۳ ساعته اوربند ته به پابند پاتې شي ترڅو حلب کې کلابندو ولسي وګړو ته بشردوستانه مرستې ورسول شي.

د سوریې ترټولو لوی ښار حلب له تېرې یوې میاشتې راهیسې مخالفو وسله والو او د دولتي ځواکونو ترمنځ چې د روسې ملاتړ ورسره دی، د درنو جګړو ډګر پاتې شوی.

د حلب په ختیځه څنډه کې پاتې ډاکټرانو د امریکا له ولسمشر بارک اوباما وغوښتل چې هلته د ۲۵۰ زره ولسي وګړو د مرستې لپاره لاس وراوږد کړي. د ښار دا برخه د اورپکو تر کنټرول لاندې ده.