شاته

په افغاني ټولنه کې "حجره" څه ارزښت لري؟

نن د خپلې اوسیدنې چاپیریال ته نږدې د یوه داسې سیاسي، فرهنګي او ټولنیز ځای په اړه غږیږو چې موږ ته ډېره نږدې او مهمه ده، خو کله مو هم د دغه ځای په اړه فکر نه دی کړی.

کله په کې شخړې خلاصوو او کله په کې خنداوې کوو. هو! کله یې فضاء د منګي او رباب په زړه وړونکو نغمو راښکلې کوو او کله په کې د زړونو غوټې سپړو.

حجره چې د میلمستون، میلمه ځای،میلمه کور، دېره، بیټک او په یوه شمېر نورو نومونو یادیږي، هغه ځای ته وايي چې د میلمنو لپاره ځانګړې شوې وي.

خو په افغاني ټولنه کې حجره بیا ډېره مشهوره کلیمه ده چې په عربي کې یې معنا کوټه ده، په جوماتونو کې به د طالبانو لپاره د اوسېدو خونو ته حجره ویل کېده.

له ډېره پخوا راهیسي اریایانو په خپلو کورونو کې یو ځانګړی ځای د حجرې په نوم یادوه چې په دغه ځای کې به میلمانه کېناستل، داسې هم نه وه چې یوازې میلمانه به په کې ناست وو، بلکې له دغه ځای څخه یې د سیاسي،فرهنګي او ټولنیز جرګه ځای په توګه کار اخیسته.

دا خپرونه دلته اورېدلی شئ:

جوړوونکی: محبوب شاه محبوب