شاته

کابل: چې پاکستان عملي اقدام وکړي، د سولې خبرې بیا پیلوو

د پاکستان یوه لوړپوړي چارواکي د افغانستان د سولې په ټپه ولاړ بهیر د بیا شروع کېدو په هکله خوشبیني څرګنده کړې خو داسې نښې نښانې نه ترسترګو کېږي چې کابل دې د سولې د بهیر سره چې پاکستان په کښي دخیل وي، د یوځای کیدو لیوالتیا او آماده ګي ولري.

د پاکستان د لومړي وزیر نواز شریف سلاکار سرتاج عزیز د جمعې په ورځ خبریالانو ته وویل چې د افغانستان د سولې خبرې چې د ملا عمر د مړینې او وروسته د ملا منصور د وژل کېدو وروسته وځنډیدې، په راتلونکو څو اونیوو کې بیرته پیلیدای شي.

د ولسمشر غني د ویاند مرستیال دوا خان مېنه پال د شنبې په ورځ امریکا غږ ته وویل چې پاکستان باید خپلې ټولې ژمنې چې یې کړي دي، پرځای کړي او هغه جګړه ماران په نښه کړي چې په افغانستان کې بریدونه کوي.

هغه وویل "پاکستان ته په کار ده چې هغه ژمنې او تعهدات پرځای کړي چې په څلوړ اړخیزو خبرو کې یې کړي دي. تر څو پوري چې دا کار ونشي افغانستان به خپل دریځ بدل نکړي."

افغان چارواکو څو میاشتې مخکې له یو شمېر طالب استازو سره په پاکستان کې ولیدل

افغان چارواکو څو میاشتې مخکې له یو شمېر طالب استازو سره په پاکستان کې ولیدل

وروستی ځل څلور اړخیزه غونډه چې امریکا، چین، پاکستان او افغانستان یې غړي هیوادونه دي، د مې په میاشت کې وشوه او په کې د څلورو هیوادونو استازو ګډون کړی و. ددې خبرو پرمهال پاکستان ژمنه وکړه چې ټولې هغه ډلې به په نښه کوي چې په افغانستان کې بریدونه ترسره کوي.

د یادونې وړ ده چې افغانستان د کلونو راهیسې پر پاکستان باندې تور لګوي چې جګړه ماران یې پر دوو ډلو ویشلي دي او یوازې هغه جګړه ماران په نښه کوي چې د پاکستان ملي ګټو ته تاوان رسوي او هغه جګړه ماران چې په افغانستان کې افغان امنیتي ځواکونه او بهرني عسکر په نښه کوي هغوی ته څه نه وايي.

ښاغلي مېنه پال زیاته کړه چې پاکستان باید دا په عمل کې ثابته کړي چې نور د ترهګرو ترمنځ د ښو او بدو تفکیک او فرق نه کوي او که دا ونکړي افغانستان به خپل پر دریځ ولاړ وي او د پاکستان په مینځګړیتوب به د سولې په مزاکراتو کې ګډون ونکړي.

د اسلام آباد او کابل ترمنځ بې اعتمادي

تیره میاشت ولسمشر غني د ناټو د وارسا په غونډه کې د ناټو د غړو هیوادونو مشرانو ته وویل چې د پاکستان پرته نور د سیمې ټول هیوادونه دې ته ژمن دي چې په افغانستان کې ثبات حاکم شي.

هغه وویل "د سیمه ایزو هیوادونو سره زمونږ نوښتونو د پام وړ نتایج ورکړي دي. یواځنۍ استثناه پاکستان دی. په څلور اړخیزو مزاکراتو کې د واضیح تعهداتو برسیره پاکستان اوس هم د تروریستانو ترمنځ د ښو او بدو توپیر کوي چې دا یو خطرناکه دریځ دی."

په ۲۰۱۴ کال کې کله چې اشرف غني د افغانستان د نوي ولسمشر په توګه خپل کار پیل کړ نو هوډ یې وکړ چې د اسلام آباد سره به د اړیکو یو نوی فصل پرانیزي چې اساس به یې دوه اړخیزه باور او اعتماد وي.

وروسته د ۲۰۱۵ کال د جولای په پيل کې د ،، مري مذاکرات،، وشول چې د لومړي ځل دپاره طالبانو د افغان حکومت د استازو سره مخامخ خبرې وکړې. دې خبرو ته د چارو کارپوهانو د اسلام آباد او کابل ترمنځ په اړیکو کې د نوي فصل د پیل د ثمرې خطاب وکړ. ټاکل شوې وه چې د ۲۰۱۵ کال د جولای په پای کې بیا د افغان حکومت او د طالبانو د استاځو ترمنځ مخامخ خبرې وسي خو د ملا عمر د مرګ د خبر د خپریدو سره خبرې وځنډیدلې.

افغان حکومت پر پاکستان تور لګوي چې په افغانستان کې د جنګېدونکو طالبان کلک ملاتړی دی

افغان حکومت پر پاکستان تور لګوي چې په افغانستان کې د جنګېدونکو طالبان کلک ملاتړی دی

په ۲۰۱۶ کال کې افغانستان، پاکستان، چین او متحده ایالاتو نوې هلې ځلې پیل کړې چې د څلور اړخیزو غونډو په چوکاټ کې د سولې دریدلي خبرې بیرته پیل کړي. د څلور سرو هیوادونو استاځو پنځه واري په کابل او اسلام آباد کې غونډې وکړې چې په دې مزاکراتو کې د طالبانو استاځو ګډون نه درلودی.

آیا پاکستان کافي اقدامات کړي؟

پر پاکستان باندې دا نیوکه کېږي چې په خپله خاوره کې د ترهګرو او جګړه مارانو د روزنیزو مرکزونو پرضد اقدام نه کوي. خو متقاعد پاکستانی جنرال طلعت مسعود په دې باور دی چې پاکستان د جګړه مارو ډلو په ځپلو کې ډیر څه کړي دي او تردې زیات به په خپله پاکستان د جدي امنیتي ستونزو سره مخ کړي.

هغه وايي "د پاکستان نظر دا دی چې مونږ تر هغه څه چې توقع یې کیده، ډیر څه مو کړي دي او تر دې ډیر څه نشو کولای ځکه که چیري نور اقدامات وکړو نو بیا مجبوره یوو چې د ټولو سره جګړه وکړو او مونږ نه غواړو چې د افغانانو په جګړه کې ورښکیل سو. مونږ په خپلې جګړې کې [د پاکستاني طالبانو سره جګړه ] ښکیل یوو."

مسعود زیاته کړه چې که پاکستان پر حقانې شبکې او طالبانو باندې فشار زیات کړي نو حقاني شبکه، افغان طالبان او پاکستاني طالبان به لاس سره یو کړي او دا کار به دواړه افغانستان او پاکستان ته ګواښ پیښ کړي.

خو د امریکا د پرمختګ د مرکز (سنټر فار امریکن پراګرس) څخه لارینس کورب بیا وايي چې پاکستان د دې ډلو پرخلاف جدي اقدامات د هند په خاطر نه کوي.

هغه وايي ،، پاکستان داسې فکر کوي چې هند یې اشغالوي. وروستی ځل چې زه پاکستان ته تللی وم نو پاکستانیانو ماته وویل چې هند په افغانستان کې ۴۰ قونسلګرۍ لري. حقیقت دا دی چې هند په افغانستان کې څلور قونسلګرۍ لري.،،

کورب زیاتوي چې پاکستان د هند سره د سیالۍ په خاطر په افغانستان کې د حد څخه زیات عکس العمل ښيي.

د جنرال مسعود د اندېښنې په ځواب کې چې پاکستان نه غواړي چې د افغان طالبانو، پاکستاني طالبانو ، حقانې شبکې او ټولو سره دښمنې راواخلي، متقاعد افغان جنرال امین الله امرخیل وايي چې پاکستان ددې کار په نه کولو سره ځان د نړیوالې ټولنې څخه لیري او منزوي کوي.

طالبان سوله نه غواړي

په واشنګټن کې د ستراتيژیکو او نړیوالو مطالعاتو د مرکز څخه انتوني کوردسمن په دې باور دی چې په داسې حال کې چې پاکستان کافي اقدمات نه دي کړي خو یو بعد د قضیې دا هم دی چې طالبانو هم په واري واري ویلي دي چې نه غواړي سوله وکړي او په مرور د زمان د سولې خبرې د حل پرځای د جګړه د دوام سبب ګرځېدلي دي.

هغه وايي "دا ډیره مهمه ده چې دې ته متوجې شو چې د طالبانو نوي مشر په ځانګړي ډول د سولې مزاکرات رد کړي دي."

ولسمشر محمد اشرف غني واک ته له رسېدو وروسته اسلام اباد ته سفر وکړ چې له هغه هېواد سره اړیکې لا ښې کړي

ولسمشر محمد اشرف غني واک ته له رسېدو وروسته اسلام اباد ته سفر وکړ چې له هغه هېواد سره اړیکې لا ښې کړي

خو جنرال مسعود په دې باور دی چې طالبانو په دې ورستیو کلونو او میاشتو کې پوځي پرمختګونه کړي دي او په افغانستان کې یې سیمې په کنټرول کې دي. پاکستان اوس د پخوا په څیر پر دوي نفوذ نلري.

هغه داسې وايي "طالبان اوس فکر کوي چې دوي خپلواکه دي. دوی په افغانستان کې سیمې کنټرولوي. دوي کولای شي چې په افغانستان کې واوسي او بریدونه وکړي. د دوي څخه د افغانستان د ټولنې د ځینو برخو له خوا ملاتړ کېږي او دوي خپلې جګړې ته ادامه ورکوي."

د سولې اوږد مزل

په افغانستان کې د سولې خبرو ته د ډیر پخوا راهیسې د یوې حل لارې په سترګه کتل کېږي. په افغانستان کې د ۱۵ کلونو راهیسې جګړه روانه ده او د افغانستان پوځ اوس هم د امریکا او ناټو ملاتړ ته ضرورت لري، حکومت یې په مالي لحاظ د نړیوالو پر مرستو اتکا کوي او طالبانو په بیلابیلو سیمو کې بریدونه پيل کړي او ځینې سیمې یې نیولي دي.

د رانډ د تحقیقاتي مرکز څخه ربیکا زیمرمن وايي چې د افغانستان د سولې بهیر سوکه دی او دا غیر معموله خبره نه ده.

هغه وايي "په هر هیواد کې د سولې بهیر په اصطلاح مخ پر وړاندې او مخ پر شا قدمونه لري او دا د سولې په بهیر کې یوه طبیعي مسله ده او باید چې هم دغسي وي. زما په فکر د افغانستان د سولې بهیر د تل دپاره پرټپه نه دی ولاړ خو څلور اړخیزې خبرې به تر یوې مودې پوري همدغسي پاته وي او پیل به نشي."

  • 16x9 Image

    حسیب الکوزی

    حسیب الکوزی د ۲۰۰۹ کال راهیسې د امریکا غږ سره په واشنګټن کي کار کوي. الکوزي د امریکا د جورجټون د پوهنتون څخه د نړیوالو اړیکو  په برخه کي د لیسانس سند ترلاسه کړی او د امریکا د جانس هاپکینز د پوهنتون څخه يې د نړیوال امنیت او اقتصاد  په برخه کې ماستړي اخیستې ده. هغه د ویب پاڼې ترڅنګ د آشنا راډیو خبري او سیاسي خپرونې پر مخ بیايي او د آشنا تلویزون سره هم همکاري لري. امریکا ته د راتګ څخه مخکي یې په افغانستان کي په بیلابیلو  نړیوالو ادارو کې کار کړی دی.