BBC
 شاته

په افغانستان کې د داعش د مشر وژنه

امريکا باور کوي، افغانستان، پاکستان او شاوخوا سيمو کې د "اسلامې دولت" نومې ډلې مشر حافظ سعيد خان دا تېره مياشت ننګرهار کې په يو ډرون بريد کې وژل شوی دی.

تېر کال افغان استخباراتي ادارې هم ويلي وو، دی همدې سيمه کې د ډرون بريد کې وژل شوی و، خو داعش ټينګار کاوه، چې مشر یې له هغه بريده ژوندی پاتې شوی و.

پرون جمعه بيا امريکا ويلي دغه د داعش مشر د ډرون يو نوي بريد کې، چې د جولای پر ۲۶ د ننګرهار اچين کې شوی، د مرګ پخلی کړی دی. سيد عبد الله نظامي يې نور حال راکوي.