BBC
 شاته

د پاکستان بلوچستان کې د اوبو کمی د کبانو تباهي

د بلوچستان ایالت مرکز کوټې ته نږدې هنه ډنډ(جهیل) یو مخ وچ شوی دی، چې له امله یې په زرګونو کبان هم مړه شوي او پاتې نور له تندې ټوپونه وهي او د مرګ په لور نږدې کېږي.

هنه ډنډ له کوټې ښار ۱۵ کیلومتره لرې په شمال ختیځه برخه کې پروت دی.

* ''افغانستان یوازې خپلې ۳۰ سلنه اوبه کاروي''

* له ګاونډیانو سره د اوبو پر سر د افغانستان زیاتېدونکی کړکېچ

ښار ته نږدې دا له څو هغو ځایونو دی چې د کوټې او نورو ښارونو خلک د چکر لپاره ورځي.

دا مهال د بلوچستان ځینې سیمې د ګرمۍ له سختو څپو سره مخ دي.

خو ایالتي چارواکي دا نه وايي، چې ولې ناڅاپه دا ډنډ وچ شو.

ډنډ له څو اونیو راهیسې په وچېدلو پیل کړی و.

حق نواز له خپلو دریو ملګرو سره د چکر لپاره هنه ډنډ ته تللی و.

* اوبه پاکوونکی کتاب

* له جل وهلو ځان څنګه ساتلی شئ؟

هغه وايي: "موږ رخصت و، ځکه دلته راغلو، خو د وچ ډنډ په لیدلو سره ډېر خپه شوو".

د ملتان فوزیه هم د دغه ډنډ لیدلو ته تلې ده.

هغه وايي: "زه له ملتان دلته د دې لپاره راغلم چې هنه ډنډ وګورم، خو دلته هیڅ هم نشته، اوبه نشته، کبان مړه شوي دي".

د روان کال لومړیو کې د واورې له امله په ډنډ کې ډېرې اوبه پیدا شوې وې.

خو اوس دومره وچ شوی دی چې په ډېره لویه برخه کې یې ښوره ځمکې لوی لوی چاودونه کړي دي.

* د جلالا اوبه خوږې دي، رښتیا؟

* د کتاب پاڼې چې اوبه له مکروبونو پاکوي

دا چاودونه چې سړی ګوري، فکر کوي له ډېر وخت راهیسې به په دغه ډنډ کې اوبه نه وي.

د اوبو ادارې مشر حیات الله درانی وايي، ډنډ د طبیعي ماحول په ساتلو کې مهم رول لري.

د هغه په خبره، دلته پر کبانو سربېره ځنګلي ونې او ژوي هم دي:

"له نورو سیمو کډوالې مرغۍ هم راځي او د دې ټولو د ژوند لپاره د ډنډ اوبه مهمې وې".

* شمالي قطب کې سږ کال ډېر کنګل اوبه شوی

* اسټرالیا کې د جهیل اوبو رنګ ګلابي شوی

نوموړی وايي، د ډنډ په وچېدلو سره نه یواځې کبان مړه شوي، بلکې د نورو شیانو له منځه تلو وېره ده.

"بېړۍ چلوونکي لوبغاړي به هم له ستونزو سره مخ شي".

دی وايي، کله یې چې ولیدل ډنډ وچ شوی دی، نو ډېر خپه شو:

"ځکه د لسګونو لوبغاړو راتلونکی به هم تیاره وي".

یو نیم کیلومتر پراخ دا ډنډ باندې پر ۱۸۹۴ کال برتانوي حکومت وخت کې یو بند هم جوړ شوی و.

خلکو ته نه یواځې د وختېري ځای و، بلکې پر کوټه ښار سربيره نورو سیمو ته هم د ځمکې لاندې اوبو د سطحې لوړولو کې یې مهم رول درلود.