"پوځکوټ کې قومندانان د طالبانو له برید خبر شوي وو"
په کندهار کې ځینې امنیتي سرچینو بي بي سي ته ویلي، چې د دغه ولایت په خاکرېز ولسوالۍ کې د افغان امنیتي سرتېرو پر پوځکوټ( پوځي مرکز) له برید مخکې یې د دغه برید په اړه پوځ ته خبر ور کړی و.
دغه سرچینې له نوموښودنې پرته وايي، "نیم ساعت وړاندې هم په دغه مرکز کې قومندانانو ته خبر ور کړل شوی وو، چې ستاسو پر اډه لسګونه وسلوال برید کوي".
* کابل کې' هلاک ' او لاهور کې ' شهیدان'
په کندهار کې د بي بي سي خبریال مامون دورانی وايي، دا خبر د پولیسو مشرانو ور کړی و او ورته ویلي یې وو، چې له نېش ولسوالۍ دغه مرکز ته لسګونه وسلوال د برید لپاره ور روان دي.
د دې امنیتي سرچینې په خبره، په پوځکوټ کې مشرانو دا خبرداری بې اهمیته بللی، چې له امله یې وړمه شپه د طالبانو له پنځه ساعته برید سره مخ شول.
هوايي ځواکونه هم په وخت سیمې ته ونه رسېدل چې د وسلوالو طالبانو برید په شا وتمبوي.
مرګ ژوبله
په دغه اډه له وړاندې هم بریدونه شوي، خو هغه مهال پوځ ترې دفاع کړې وه.
د وروستي برید پر مهال دغه پوځکوټ کې نږدې ۸۰ افغان سرتېري وو.
کابل کې چارواکي وايي، په برید کې۲۶ افغان سرتېري وژل شوي او ۱۲ ټپیان دي.
* طالبان، د روسیې نوي حیرانونکي ملګري
* افغان حکومت: طالبان سیاسي خوځښت نه دی
خو په کندهار کې د پوځ یو جګړپوړي چارواکي بي بي سي ته ومنله د ۲۶ سرتېرو مړي او ۲۸ ټپیان یې درملنې لپاره مرکز کندهار ته لېږدولي دي.
د افغانستان دفاع وزارت ویاند دولت وزیري وايي، په دغه برید کې د طالب بریدګرو ۸۰ کسان هم وژل شوي.
دفاع وزارت وايي، د پېښې د څېړلو لپاره یې یو پلاوی کندهار ته استولی دی
طالبان وايي په دې برید کې یې د ملي اردو ۷۴ پوځيان وژلي او شپږ نور یې نیولي دي.
د پوځکوټ څرنګوالی
دغه پوځکوټ ( پوځي مرکز) د کندهار د خاکرېز ولسوالۍ له مرکز ۲۵ کیلومتره لرې د غرونو منځ کې پروت دی.
د سیمې خلکو بي بي سي ته ویلي، دغه مرکز ته هرڅوک ور نږدې کېږي، افغان ځواکونه خبرداری ور کوي چې ور نږدې نه شي.
د دوی په خبره، پوځیان په ډېر روښانه ډول هر څوک څارلی شي، خو دا به وروسته معلومه شي چې وسلوال طالبان ځنګه وړمه شپه تر دغه مرکز ورسېدل او لویه مرګ ژوبله یې افغان سرتېرو ته واړلوه.
طالبانو په وروستیو کې کندهار او څنګلوري ولایت هلمند کې خپلو بریدونو ته زور ور کړی دی.