BBC
 شاته

د ژوب سلمانیان وايي، سټايلي ږیرې نه جوړوو

د انځور حقوق .

د بلوچستان ایالت د پښتون مېشتې ژوب سیمې يوشمېر سلمانیانو یا نایانو پر خپلو دوکانو لیکلي، 'د سټایلي ږیرو جوړول ممنوع دي. '

ځينې سرچینې وايي، په سیمه کې ځينو ملایانو سلمانیانو ته همدا امر کړی. بي بي سي د دغه ښار د جامع جومات مولوي الله داد ته بیا بیا زنګ وواهه، خو ټيلي فوني پېغامونو ته يې هيڅ ځواب ونه وایه.

تردې یوه نيمه میاشت وړاندې ددغه ایالت په دوو بلوڅ مېشتو سیمو خاران او اورماړه کې حکومتي چارواکو د ځايي علماوو په خوله همداسې امرونه جاري کړي وو، چې په خبره يې سټایلي ږیرې جوړول په ږیره ملنډې وهل دي او ګناه لري.

د بلوچستان بل ښار کې هم پر سټایلي ږیرو بندیز ولګېد

هغه پېغله چې پر خپله ږیره ویاړي

هند کې بریتور ژر پر دنده ګومارل کېږي

ددغه ښار یو ځوان وايي، یوه سلماني ته ورغی او د ږېرې د جوړولو يې ورته وویل، چې هغه يې ترې له جوړولو انکار وکړ. دغه ځوان زیاتوي، 'همدې سلماني پر خپل دوکان په غټ خط کښلي و، چې د سټايلي ږیرو جوړول ممنوع دي. '

د ژوب یوه سلماني چې نه يې غوښتل نوم يې خپور شي، له بي بي سي سره په خبرو کې وویل، د دوی دوکان ته یو ځايي ملا ورغلی و او همدا امر يې ورکړ، خو د ملا نوم يې څرګند نه کړ. یوه بل سلماني بیا وویل، د دغه ښار څلورو پنځو سلمانیانو ته همداسې کسان ورغلي او د سټايلي ږيرو له جوړولو يې منع کړي دي.

یو بل سلماني بیا وايي، دوی غواړي، چې ځوانانو ته سټایلي ږیرې ورجوړې کړي، خو د وېرې له امله يې نشي کولی. زیاتوي، کله نا کله يې یوه نیم ځوان ته پټه ورجوړه کړي.

پر خواله رسنیو ځينو کسانو لیکلي، چې دغه امر د ژوب د مرستیال کمشنر عظیم کاکړ لخوا شوی، خو له بي بي سي سره په خبرو کې ښاغلي کاکړ دا هر څه د هغه ضد پروپاګند وباله.

د مرستیال کمشنر لخوا وروسته بي بي سي ته یوه اعلامیه هم لېږل شوې، چې پکې يې ټولو سلمانیانو ته د خپل کار په خپله خوښه کولو ویلي او زیاتوي، د هر هغه چا ضد به قانوني اقدام وشي، چې څوک سلمانیانو ته د سټایلي ږیرو د نه جوړولو ګواښنه کوي.

پر خواله رسنیو يو شمېر کسانو په ژوب او نورو سیمو کې دغه اقدام غندلی او دا هر څه يې د توندلاریتوب فکر بللی دی.