BBC
 شاته

د موصل پاکول، يو وخت کې یو کور

پوليس د هغو پټو ګواښونو پر شنډولو لګيا دي، چې اسلامي دولت نومې ډلې تر شا پرې ايښي.

موصل کې د بري له اعلان دوه اوونۍ وروسته، د عراق پوليس لا اوس هم د چاودېدونکو توکو شنډولو او لرې کولو له ننګونې سره مخامخ دي، چې دې ښار کې اسلامي دولت نومې ډلې ايښي دي.

عراقي پوليس وايي د موصل زاړه ښار کې نژدې داسې کور نه شته، چې له بمي لومو دې پاک وي، او دا چې دا سيمه خوندي اعلان شي، ښايي يو کال وخت ونيسي.