BBC
 شاته

'ننګرهار کې د خیرات او فاتحې پر مراسمو هوایي برید شوی'

ننګرهار د انځور حقوق .
Image caption د ننګرهار په خوګیاڼیو او ځینې نورو ولسوالیو کې داعش او طالبان ډېر فعال دي.

د ننګرهار د هسکه مېنې ولسوالۍ کې د خیرات او فاتحې پر مراسمو هوايي بمبار شوی دی. مالومه نه ده چې برید د امریکايي ځواکونو الوتکو ترسره کړی که د افغانستان هوايي ځواک.

د ننګرهار ولايت د هسکې مېنې ولسوال ساز ولي شينواري بي بي سي ته وويل، د هسکې مېنې په مريز کنډو سیمه کې غرمه مهال په يو کور هوايي بمبار وشو.

د ده په وینا، برید له هغه وروسته وشو چې د اسلامي دولت نومې، داعش ډلې وسله والو له دغو مراسمو پر امنيتي ځواکونو ډزي وکړې.

ده بي بي سي ته وويل چې په بريد کې د داعش وسله والو د درې سرګروپانو په ګډون ۲۵ وسله وال وژل شوي او ۱۵ نور ټپيان دي.

هغه وويل، په بريد کې به عامو وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې وي، خو وايي دومره نه ده.

خو د ننګرهار د عامې روغتيا روغتون مشر ډاکټر احسان الله شينواری وايي، د پېښې له ځایه ورته ۸ ټپيان راوړل شوي چې په کې ۳ کوچنیان، دوه مېرمنې او ۳ نارينه دي.

هغه وويل د ۳ تنو روغتيايي وضيعت ښه و او رخصت شول.

د سعيد شينواري په نوم يو تن وويل چې په پېښه کې د ده تره او د تره زوی وژل شوي او ګڼ نور خپلوان یې د خاورو لاندې شوي.

ننګرهار ولایت کې د طالبانو او په تېره بیا داعش نومې ډلې له فعالیت سره پوځي عملیاتونو زور اخیستی چې د وسله والو ترڅنګ ګڼو ولسي وګړو ته هم په کې مرګ ژوبله اوړي.