شهزادګۍ ډیانا د نړۍ شوخه مور
شهزاده ویلیم او شهزاده هیري د خپلې مور د شلم تلین په مراسمو کې هغه د نړۍ له شوخو میندو ګڼلې ده.
دوی د (ایټيوي) له خوا د اغلې ډیانا په ویاړ په جوړ شوي لنډه کي فیلم کې ویلي، مور یې د ماڼۍ له دېوالونو بهر د حقیقي ژوندانه په اړه ډېره پوهېده.
د بریتانیا د شاهي کورنۍ دغو دواړو غړو زیاته کړې، مور یې په ډېره مهربانۍ روزلي، ان تر دې چې له دوی سره یې ماشومانه چلند کاوه.
په دغه پروګرام که نندارې ته وړاندې شوي ځينې انځورونه د اغلې ډیانا له شخصي البومه اخیستل شوي وو.
شهزاده ویلیم ویلي، د افسوس ځای دا دی چې له موږ سره د هغې وروستۍ خبرې ډېرې لنډې وې. د خپلې مړینې په ورځ یې له پاریس څخه اړیکه نیولې وه:
" خپلې مور ته کړې خبرې مې په یاد نه دي، خو مور خبرې مې لا په زړه دي. "
ښاغلي ویلیم د مور د خبرو له تکرارولو ډده وکړه.
شهزادګۍ ډیانا د ۱۹۹۷ کال د اګسټ په ۳۱مه د فرانسې په پلازمېنه پاریس کې د موټر ټکر په پېښه کې ووژل شوه.
په دغه انځور کې شهزادګۍ ډیانا میندواره ده، خو په پروګرام کې یې شهزاده ویلیم په اړه وویل، تاسو به یې ومنئ یا نه، خو په دې انځور کې موږ درې کسان یوو.
د اغلې ډیانا تر شوخۍ او ټوکو پورې، شهزاده هیري وویل، زموږ مور کټ مټ ماشومه وه، کله چې څوک راته ووایي چې مور دې دومره ټوکي وه، یوه خبره یې راته وکړه، نو زما په غوږونو کې د هغې خندا انګازې وکړي.
د هغې یوه خبره ما ته یاده ده چې ما ته به یې کوله: "هر څومره شوخي چې کوې نو ویې کړه، خو بیا به چا ته ځان په ګیر نه ور کوې."
شهزاداه هیري زیاته کړه، هغه د شوخو میندو له ډلې وه - هغې به له موږ سره فوټبال کاوه، لوبې به یې را سره لیدلې او زموږ په جیبونو کې به یې خواږه شیان را اچول.
شهزاده ویلیم وویل، د مور یې نارسمي او د ټوکو ټکالو مجلسونه ډېر خوښېدل.