BBC
 شاته

'نکسل له 'داعش' او طالبانو وروسته خطرناکه ډله ده'

اسلامي دولت د انځور حقوق .
Image caption امریکا وايي، نکسل رادیکاله کمونست پلوه ډله تر داعش او طالبانو وروسته درېیمه خطرناکه ترهګره دله ده

ټایمز اف انډیا زیاتوي چې تر ټولو جالبه داده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د راپور له مخې نکسل ډله له اسلامي دولت یا داعش او له طالبانو وروسته دریمه خطرناکه ترهګره ډله ده. آن له نایجریايۍ ډلې بوکو حرام هم خطرناکه ډله بلل شوې ده.

نکسل په غربي بنګال کې چپي راډیکاله کمونسته ډله ده چې ماویست ډلې ته مایله ده.

انډیا ټایمز ورځپاڼه په یوه راپور کې وايي چې هند د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د کلني راپور له مخې په نړۍ کې له عراق او افغانستان وروسته دریم هېواد دی چې په تېر ۲۰۱۶ کال کې په کې تر ټولو ډېر ترهګریزې بریدونه په کې شوي دي.

ورځپاڼه د دغه راپور په حواله زیاتوي چې په ټوله نړۍ کې د شويو بریدونو ۱۶ سلنه برخه یې په هند شوي او په دې سره تېر کال په هند کې ۹۲۷ بریدونه شوي په داسې حال کې چې په ۲۰۱۵ کال کې په هند کې ۷۹۸ بریدونه شوي و.

ګلف اماراتۍ ورځپاڼې د پاکستان د سترې محکمې له خوا د لومړي وزیر نواز شریف د بې واکه کولو د احتمالي ځای ناستي په اړه یو مطلب خپور کړی. ورځپاڼه وايي د دفاع وزیر خواجه آصف تر ټولو ډیر امکان لري چې د موقت لومړي وزیر په توګه د هغه ځای ناستی وټاکل شي.

د پاناما لیکس په تړاو د پلټنو ګډې جرګه ګۍ نواز شریف ور وباله

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ورځپاڼه زیاتوي له دې ۴۵ ورځې وروسته به د نواز شریف ورور شهاز شریف او یا د نواز شریف میرمن کلثوم د ملي اسامبلې له خوا د مسلم لیګ ګوند د پاتې دورې د بشپړلو لپاره د لومړي وزیر په توګه وټاکل شي.

ورځپاڼه زیاتوي له دې ۴۵ ورځې وروسته به د نواز شریف ورور شهاز شریف او یا د نواز شریف میرمن کلثوم د ملي اسامبلې له خوا د مسلم لیګ ګوند د پاتې دورې د بشپړلو لپاره د لومړي وزیر په توګه وټاکل شي.

ځینو عربي ورځپاڼه د قطر د امیر تمیم بن حمد آل ثاني تلویزیون وینا منفي بللې او په دې اړه بیلابیل مطالب خپاره شوي دي.

له دې دلې سعودۍ ورځپاڼه عکاظ وايي چې د قطر د امیر وینا کمزورې او ډیر تناقضات په کې وي.

عکاظ زیاتوي د قطر امیر په وینا کې هغه څه وویل چې د چارو څارونکو یې تمه کوله، چې د قطر دولت ځان لوی ښودنه او ضدیت دی، او په دې وینا تمیم بن حمد قطر د داسې یوه هېواد په توګه وښوده چې ظلم ورسره شوی.

عرب هېوادونه قطر ته ولې نرم شول؟

الخلیج اماراتۍ ورځپاڼې هم د ښاغلي تمیم وینا بې مفهومه بللې او زیاتوي د هغه دا وینا ښيي چې قطر څومره وارخطا دی.

الخلیج زیاتوي د قطر د امیر وینا د دې لپاره وه چې خپل ملت له دې سخت حالت ته تیار کړي ځکه د ورځپاڼې په وینا پر قطر لګیدلو بندیزونو خپل اغېز ښودلی.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption الخلیج زیاتوي د قطر د امیر وینا د دې لپاره وه چې خپل ملت له دې سخت حالت ته تیار کړي ځکه د ورځپاڼې په وینا پر قطر لګیدلو بندیزونو خپل اغېز ښودلی.

د بحرین ورځپاڼې اخبار الخلیج هم ویلي چې د قطر د امیر په وینا کومه نوي خبره نه وه، ورځپاڼه زیاتوي تمیم بن حمد د عربي هېوادونو غوښتنې له پامه غورځولي او په مشروط ډول یې خبرو ته تیاری ښودلی.

خو قطرۍ ورځپاڼو الرایه او الوطن د ښاغلي تمیم د وینا ستاینه کړې ، الرایه ورځپاڼې ویلي د ښاغلي تمیم وینا د قطر پرضد توطئې بربنډې کړې او په ډېر وضاحت یې له قطر سره رد شخړې اصلي لاملونه په ډاګه کړل.

الوطن ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې ویلي د ښاغلي تمیم وینا وښودله چې قطریان باید د چلنجونو په وړاندې او له کړاوونو سره د مبارزې لپاره څه ډول مبارزه وکړي.

خو له لندنه خپرېدونکې ورځپاڼې العربي الجدید په یوه تحلیلي مطلب کې ویلي چې د قطر د امیر وروستۍ وینا د خلیج د کړکېچ یو بنسټیز پړاو پای ته ورسېد او بله دا چې قطر وکولی شول پرې له لګول شوي بندیزه بریالی راووځي او دا د لیکوال په وینا مهمه خبره ده او بندیز لګوونکي خپل هدف ته چې د قطر تسلیمېدل و ونه رسېدل.