BBC
 شاته

د هلمند جګړې پر لومړۍ کرښې ژوند

هلمند
Image caption د مختار سیمې زرین مازدیګر یوه تېرایستونکې ارامه فضا لري.

د هلمند ولایتي مرکز لښکرګاه ځینې اوسېدونکي وايي، د دولت او طالبانو ترمنځ جګړو کې خطایي ګولۍ د دوی په کورونو لګېږي او ډېر کله د خلکو د مرګ ژوبلې لامل ګرځي. په قربانیانو کې لویان او کوچنیان دواړه شامل دي.

زموږ همکار اولیا اطرافي چې د لښکرګاه مختار سیمې ته ورغلي هلته یې د ورځې او شپې څو ساعتونه ژوند لیدلی چې وايي اسانه نه ده د مرګ په لارو دې ژوند وشي، خو بیا هم خلک اړ دي ووسي ځکه بله چاره یې نه شته.

د مختار سیمې زرین مازدیګر یوه تېرایستونکې ارامه فضا لري. ماشومان د هلمند سیند پرغاړه کرېکټ کوي، شاوخوا یې غوایي او پسونه څري. سپین ږیري پر غونډۍ ناست کیسې کوي.

د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې ژوند څنګه دی؟

'هلمند کې امریکايي الوتکو ۱۶ افغان پولیس وژلي'

طالبان: د ملا هبت الله زوی ځانمرګی برید کړی

بیا ناڅاپه ډزي پیل شي، د سیند یو کیلومتر هاخوا جګړه ونښلي او خطايي ګولۍ یې په همدې کلي کې ولګېږي.

یو ځوان کرم خان د همدې سړو مرمیو په لاره کې نوی کور جوړوي:

"موږ هلته ژوند درلود، ښوونځی مو وسوځېد، دلته هم جګړه ده مرمۍ راځي. مجبور یو دلته په دې شېله کې ځان ته سرپناه جوړه کړو".

Image caption سپین ږیري پر غونډۍ ناست کیسې کوي.
Image caption د شپې په راسېدو سره د تاوتریخوالي امکانات ډېرېږي، خلک د خپلو کورونو پر خوا ځي او موږ هم له ځانه سره بیایي.

امیر محمد بیا د لا غټ جنجال وېره لري. یوځل مخکې هم نژدې و دا ځای د جګړې ډګر وګرځي:

"ښوونکی یم، ۳۲ کاله عمر لرم، موږ نه د حکومت او نه هم د طالبانو په پلانونو خبر وو، دلته د جګړې د راتلو امکان او د ولسي وګړو د خوږېدو شونتیا ډېره ده".

د شپې په راسېدو سره د تاوتریخوالي امکانات ډېرېږي، خلک د خپلو کورونو پر خوا ځي او موږ هم له ځانه سره بیایي.

د هلمند ناوې ولسوالي دولتي ځواکونو بېرته نیولې

د اوبو لانجه: هلمند کې د ایران پر ضد لاریون شوی

هلته له ۱۳کلن سمیع الله او ۱۴ کلن فاروق سره وینو، چې دواړه پر پښو لګېدلي او اوس په تیاره کې له مرمیو نه د خونې پنا ته ناست دي.

سمیع الله اوس جوړ شوی خو د فاروق پښه لاهم په پنډ پلاستر تړلې ده او پر مخ یې د خوارځواکۍ نښې له ورایه ښکاري.

Image caption سمیع الله اوس جوړ شوی خو د فاروق پښه لاهم په پنډ پلاستر تړلې ده او پر مخ یې د خوارځواکۍ نښې له ورایه ښکاري.

په تېرو پنځو میاشتو دلته کې درې ولسي کسان د خطایي ګولیو او جګړې له لاسه وژل شوي او دوه ټپیان شوي دي.

خو بیا هم دلته جګړه او ژوند څنګ پر څنګ روان دي.

دلته هر مازدیګر ماشومان د کرېکټ لوبه کوي، ښاریان هره ورځ د توتو مېلې ته راځي او هغه شپه چې فاروق د خپلو دردونو کیسې کولې په کلي کې و اده روان و ځکه له یوه درد سره خوښۍ پرېښودل هم د ژوند پرېښودو په مانا دي؛ نو خلک د جګړې ګواښ ویني خو ورته په کلکو زړونو سپر دی. بله چاره نه لري.

د جګړې لومړۍ کرښه کې نښه ویشتونکي او شین چای

Image caption ماشومان د هلمند سیند پرغاړه کرېکټ کوي، شاوخوا یې غوایي او پسونه څري