BBC
 شاته

راتلونکې میاشت پاکستان کې ناثبت شوي افغان کډوال ثبتېږي

افغان کډوال د انځور حقوق Getty Images
Image caption د افغانستان د حکومت د معلوماتو له مخې، اوسمهال په پاکستان کې نژدې دوه میلیونه افغان کډوال ژوند کوي.

د افغانستان حکومت ویلي، راتلونکې میاشت په پاکستان کې د هغو افغان کډوالو د ثبتونې لړۍ پیلېږي چې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.

کابل او اسلام اباد هوکړه کړې چې په پاکستان کې مېشتو نژدې ۷۰۰ زره کډوالو ته د پېژندنې کارتونه ووېشل شي.

ددې کار هدف دا چې پاکستان کې د افغان کډوالو اوسېدل قانوني شي.

د افغانستان د حکومت د معلوماتو له مخې، اوسمهال په پاکستان کې نژدې دوه میلیونه افغان کډوال ژوند کوي. له دې ډلې څه باندې یو میلیون اسناد لري او نژدې ۷۰۰ زره نور ثبت نه دي او د کډوالۍ کارتونه یې نه دي ترلاسه کړي.

د پاکستان حکومت "ناقانونه" افغان کډوالو ته کارتونه ور کوي

"افغان کډوال د پاکستان تاوتریخوالي کې لاس نه لري، په زور اېستل کېږي"

په ۱۰ میاشتو کې ۸ لکه افغان کډوال هېواد ته را ستانه شوي

اوس ښکاري چې کابل ددغې نیمګړتیا پوره کولو ته ملا تړلې ده. د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مطبوعاتي سلاکار حفیظ احمد میاخېل وایي، دوی د اسنادو په برخه کې د خپلو کډوالو ستونزو هوارولو لپاره لازم ګامونه پورته کړي دي.

ښاغلي میاخېل وویل، د پاکستان په خیبر پښتونخوا ایالت کې د افغان کډوالو ازمایښتي ثبتولو لړۍ درې ورځې وړاندې پیل شوې، خو د هغه په وینا په رسمي ډول د اسنادو ورکولو بهیر به د راتلونکې میلادي میاشتې په ۱۶ نېټه پیلېږي او شپږ میاشتې وخت نیسي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د کډوالۍ په نویو کارتونو د اعتبار پایته رسېدو نېټه نه لیکل کېږي

د افغانستان د کډوالو چارو وزارت په پاکستان کې له ټولو افغان کډوالو غواړی چې په دغه هېواد کې د خپل ژوند قانوني کولو لپاره په دغه بهیر کې ونډه واخلي.

ددغه وزارت په وینا، د کډوالۍ په نویو کارتونو د اعتبار پایته رسېدو نېټه نه لیکل کېږي. بلخوا په پاکستان کې د یو میلیون ثبت شویو کډوالو د پاتې کېدو قانوني موده د روان میلادي کال ترپایه ده، خو ترهغې وروسته یې د برخلیک په اړه لا پرېکړه نه ده شوې.

ځینې په دې باور دي چې اسلام اباد تل د کابل پروړندې له افغان کډوالو د فشار وسیلې په توګه کار اخلي او په ډېرو مسایلو کې ترې د سیاسي وسیلې په توګه کار اخیستل کېږي.

ورته وخت کې په وار وار په پاکستان کې په بېلابېلو دلایلو او په ځانګړې توګه د اسنادو نه لرلو له امله د افغان کډوالو د ځورولو راپورونه هم خپاره شوي دي. د افغانستان د کډوالو چارو وزارت هیله من دی چې د کډوالو ثبتول د هغوی ستونزې راکمي کړي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ځینې په دې باور دي چې اسلام اباد تل د کابل پروړندې له افغان کډوالو د فشار وسیلې په توګه کار اخلي او په ډېرو مسایلو کې ترې د سیاسي وسیلې په توګه کار اخیستل کېږي.