BBC
 شاته

د فاریاب لولاش ولسوالي طالبانو نیولې

د انځور حقوق .
Image caption د لولاش "کوهستان" ولسوالۍ مرکز له څو اونیو راهیسې د طالبانو تر سختو بریدونو لاندې و

د افغانستان رسمي سرچینو منلې چې د طالبانو پراخو بریدونو پایله کې دغې ډلې په غور او فاریاب ولایتونو کې کې د دوو ولسوالیو مرکزونه نیولي دي.

د غور ځایي چارواکو هم منلې چې نن (یکشنبه، زمری لومړۍ) له غرمې مخکې د تیوري ولسوالي د طالبانو لاس ته لوېدلې.

چارواکي وایي سلګونه طالبان له ګاونډیو ولایتونو راټول او پر دې ولسوالۍ یې برید کړی و.

د غور د امنیې قومندانۍ ویاند اقبال نظامي بي بي سي ته وویل، د هوایي ملاتړ ځواکونه په ځنډ سیمې ته رسېدلي چې په وینا یې ملکي خلکو ته ډېر تلفات اوښتي:

''تر اوسه زموږ له امنیتي ځواکونو سره د طالبانو جګړه روانه ده، له مرکز نه مو مرستندویه ځواکونه وغوښتل، خو ونه توانېدل چې راشي، ولسوالۍ طالبانو ونیوه او زموږ پنځه کسان پکې ووژل شول، ولسي وګړو ته ډېره مرګ ژوبله واوښته.''

د غور والي غلام ناصر خاضع هم د تیوري ولسوالۍ د سقوط خبر تایید کړی. نوموړ وایي له تېرې شپې راهیسې طالبانو د ولسوالۍ پر مرکز پراخ بریدونه پیل کړي چې دولتي ځواکونو یې مقاومت ونه شو کړای.

وسله والو طالبانو هم د غور تیوري ولسوالۍ د نیولو خبر خپور کړی.

د فاریاب غورماچ ولسوالي افغان حکومت نیولې

طالبانو فارياب کې "درې وروڼه وژلي"

فاریاب کې د واورې ورښت تر ۱۰۰ ډېر کسان وژلي

'فاریاب کې د یوې کورنې اته پولیس وژل شوي دي'

د غور والي وايي، طالبانو تېر کال هم څو ځلې د دغې ولسوالۍ پر مرکز بریدونه وکړل. نوموړی وايي تر اوسه په نښته کې د مرګ ژوبلې په اړه رپوټ نه دی ورکړل شوی.

د فاریاب لولاش ولسوالي طالبانو نیولې

د افغانستان شمالي فاریاب پولیس وايي، ددغه ولایت لولاش ولسوالي د طالبانو لاس ته لوېدلې ده.

د فاریاب د پولیسو ویاند عبدالکریم یورش بي بي سي ته وویل، د طالبانو د پراخو بریدونو پایله کې افغان امنیتي ځواکونه د یکشبنې (زمری لومړۍ) په ګهیځ د ولسوالۍ له مرکزه شاتګ وکړ.

ښاغلی یورش زیاتوي، دا مهال امنیتي ځواکونه د لولاش د مرکز په یو کیلومترۍ کې دفاعي کرښه ساتي او درنه جګړه روانه ده.

د فاریاب د پولیسو ویاند دا هم وايي چې د فاریاب امنیتي ځواکونو له کابله د هوايي او ځمکنیو پوځیانو مرسته غوښتې چې ښايي تر څو ساعتونو ور ورسېږي.

دی وايي، نښته تېره شپه لس بجې پیل شوه چې دوه امنیتي سرتېري پکې ووژل شول او دوه نور ټپیان شول، خو په وینا یې "لسګونو" طالب جنګیالیو ته مرګ ژوبله پکې واوښته.

طالبانو وړاندې ویلي وو چې د لولاش ولسوالۍ مرکز یې نیولی. لولاش چې په "کوهستان" ولسوالۍ هم مشهوره ده، له تېرو څو اونیو راهیسې د طالبانو تر سختو بریدونو لاندې وه.

طالبانو څو ځلې بریدونه وکړل.

د انځور حقوق .
Image caption ښاغلی یورش زیاتوي، دا مهال امنیتي ځواکونه د لولاش د مرکز په یو کیلومترۍ کې دفاعي کرښه ساتي او درنه جګړه روانه ده.

د فاریاب پولیس وايي، پر لولاش برید کوونکي طالبان د بادغیس، ور او سرپل ولایت د اورپکو له ملاتړه برخمن وو.

امنیتي چارواکي وايي، دا مهال امنیتي سرتېري د فاریاب په اتو ولسوالیو کې له طالبانو سره په جګړې بوخت دي، خو د لولاش له مرکز پرته بله هېڅ ولسوالي د طالبانو لاس کې نه ده.

د تېر ۲۰۱۶ کال اکتوبر کې افغان حکومت اعلان وکړ، چې د فاریاب غورماچ ولسوالي یې د طالبانو له ولکې بېرته نیولې ده.

دغه ولسوالۍ نژدې لس ورځې د طالبانو لاس کې وه.

دغه ولسوالۍ د ۲۰۱۵ کال د اکتوبر پر ۱۸ مه هم طالبانو نیولې وه، چې بېرته افغان امنیتي ځواکونو ونیوه.

د فارياب غورماچ ولسوالي د فارياب او بادغيس ترمنځ پرته ده، چې د افغانستان حلقوي سړک هم له همدغې ولسوالۍ تېرېږي.