BBC
 شاته

د افغانستان په شمال کې ترافیکي پېښې ۴۰ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

د ترافیکي پېښې لامل د موټر چټک تګ ښودل شوی
Image caption د ترافیکي پېښې لامل د موټر چټک تګ ښودل شوی

د افغانستان په شمال کې د کابل - مزار پر لویه لاره یو مسافر وړونکی بس چپه شوی چې لږ ترلږه ۱۴ کسان پکې مړه شوي او ۲۵ نور ټپیان دي.

د ځايي چارواکو په خبره، په وژل شویو کې پنځه ښځې او دوه ماشومان دي.

فراه کې ترافیکي پېښې د ۱۵کسانو ژوند اخیستی

افغان امنيتي چارواکي: د بغلان پراخ بريدونه مو په شا کړي

د بغلان د ترافیکو مدیر احمد نبي نبي زاده بي بي سي ته وویل، دا پېښه د سړک د تنګوالي او د موټرچلوونکي د بې احتیاطۍ له امله رامنځته شوې. ښاغلي نبي زاده وویل، د ټپیانو روغتیایي وضعیت ښه دی.

ښاغلي نبي زاده زیاته کړې، موټر چلوونکې د پېښې له ځایه تښتېدلی دی.

د افغانستان پر لویو لارو د موټر چلوونکو د بې احیتاطۍ، د لارو د خرابوالي، د ترافیکي نښو د نشتوالي او د تېز تګ له امله هر کال سلګونه خونړۍ پېښې رامنځته کېږي.