BBC
 شاته

ټرمپ د 'بښنې' د حق پر درلودو ټینګار کوي

ټرمپ د انځور حقوق EPA
Image caption د ډونلډ ټرمپ د کورنۍ غړي او د هغه نژدې همکارانو د هغو څېړنو په لړ کې پوښتل کېږي چې د امریکا کانګرس یې په ولسمشریزو ټاکنو کې د روسیې د احتمالي لاسوهنې په تړاو ترسره کوي.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پرون په یوه ټویټر پیغام کې وویل، ټول دا مني چې د امریکا ولسمشر د بښنې لپاره بشپړ واک لري، دده په وینا تر هغه چې تر اوسه یوازې د دوی پرضد یو لړ ناسم خبرونه خپاره شوي، نو د اندېښنې کومه خبره نه شته.

ښاغلي ټرمپ د بښنې په برخه کې پر خپل واک وروسته له هغه ټینګار وکړ چې امریکايۍ ورځپاڼې واشنګټن پوسټ په دې اړه یو راپور خپور کړ.

د واشنګټن پوسټ په راپور کې ویل شوي چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د خپلې کورنۍ د غړو، همکارانو او آن د خپل ځان د بښنې په اړه غور کوي.

البته دا په هغه صورت کې چې د تېرکال په ټاکنو کې چې ښاغلی ټرمپ تر سپینې ماڼۍ ورساوه، د روسیې د لاسوهنو په تړاو دوی پړه وبلل شي.

ټرمپ: ایران دې له برمته نیونو لاس واخلي

د پوتین او ټرمپ بله لیدنه چې له رسنیو پټه پاتې وه

ټرمپ: پوتین زما پر ځای د کلېنټن واکمنېدل غوره بلل

امریکايي اړونده ادارې د ښاغلي ټرمپ د ټاکنیزې ډلې او د روسیې د څارګرو ادارو ترمنځ د هغه د بریالیتوب لپاره د احتمالي جوړ جاړي په اړه څېړنې کوي، خو ډونلډ ټرمپ او روسي چارواکي دغه تورونه ردوي.

د امریکا قانون ولسمشر ته دا حق ورکوي چې یو کس پر هغه د جرم له ثابتېدو وړاندې هغه ته بښنه ورکړي. ولسمشر دغه راز حق لري چې یو کس وړاندې له دې چې رسماً تورن شي وبښي.

بل لور ته په پام کې ده چې د دوشنبې په ورځ (جولای ۲۴مه) د مشرانو جرګې د قضايي چارو کمیټه د ښاغلي ټرمپ زور او د هغه د ټاکنیزې ډلې غړی پُل مانافیرټ د لګیدلو تورونو په اړه وضاحت ورکړي.

ټرمپ: له روسیې سره د "ډېرې رغنده" همکارۍ وخت را رسېدلی

د انځور حقوق EPA
Image caption د شنبې په ورځ ټرمپ ځینې ټویټونه وکړل، چې په یوه کې یې لیکلي وو د سیشنز په اړه ''ناقانونه رسوایۍ''

سي اېن اېن امریکايي تلویزیوني شبکې رپوټ ورکړی چې د راتلونکې اونۍ په دوشنبه د ښاغلي ټرمپ زوم جارډ کوشنر هم د سنا مجلس استخباراتي کمیټې ته ورغوښتل کېږي. د سنا مجلس د استخباراتي چارو دکمیټې دغه غونډه به د تړلو دروازو ترشا ترسره کېږي.

د ډونلډ ټرمپ د کورنۍ غړي او د هغه نژدې همکارانو د هغو څېړنو په لړ کې پوښتل کېږي چې د امریکا کانګرس یې په ولسمشریزو ټاکنو کې د روسیې د احتمالي لاسوهنې په تړاو ترسره کوي.