طالبانو اوه برمته کړي کسان وژلي
وسله والو طالبانو له حکومت سره د همکارۍ په تور اوه یرغمل شوي ملکي کسان وژلي دي.
د کندهار امنیه قومندان جنرال عبدالرازق وایي، وسله والو طالبانو د شاولیکوټ له دریو کلیو نه شاوخوا اویا تنه ولسي کسان بېولي، چې دده خبره اوه تنه یې وژلي دي.
د پولیسو دغه مشر وایي دا لا مالومه نه ده، چې وسله والو دغه کسان ولې او په څه تور له ځان سره بېولي دي.
په کندهار کې د بشري حقونو خپلواک کمیسیون هم ددغې پېښې پخلی کوي.
ددغه ادارې سرپرست مشر ښاغلي فخرالدین فایض وایي، وسله والو دوې ورځې وړاندې لومړی دغه کسانو له کورونو ایستلي او د شنبې په ورځ یې له دې ډلې اوه تنه وژلي دي.
'هلمند کې امریکايي الوتکو ۱۶ افغان پولیس وژلي'
''د کندهار والي پر میلمستون برید پاکستان کې پلان شوی و''
کندهار کې د طالبانو برید لس افغان پوځيان وژلي
د نوموړي په خبره یو شمېر یې بېرته خوشي شوي او د شاوخوا ۳۰ نورو برخلیک لا هم ناڅرګند دی.
ددغې ادارې د مالوماتو له مخې د وسله والو له خوا نیول شويو کسانو کې ځوانان او د سیمې مشران هم دي.
له یادو سیمو کندهار ته راغلي کسان وایي، وسله والو دوې ورځې وړاندې د کندهار او ترینکوټ ترمنځ لارې په اوږدو کې د شاولیکوټ له دریو کلیو چنار، مالو او باغ څخه لسګونه کسان له حکومت سره د همکارۍ په تور بېولي دي.
دوی همداراز وایي ددغه کلي اکثریت اوسېدونکي پوپلزي او په تېرو پنځلسو کلونو کې د حکومت ملاتړي وو.
د مالوماتو له مخې افغان حکومت څو میاشتې وړاندې د روزګان او کندهار ترمنځ نوې لاره د همدې کلیو منځ کې تېره کړه ، چې ورسره سم د کلیو اوسېدونکو د لارې د خوندیتوب او کلیو د ساتنې په موخه محلي پولیس جوړ کړل.
وسله والو طالبانو تر دې دمه ددغو راپورونو په اړه څه نه دي ویلي.
په ورته وخت کې ملګرو ملتونو په یوه تازه رپوټ کې ویلي، چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د کورنیو جګړو له کبله د وژل شویو کسانو شمېر تر ۱۶۰۰ کسانو اوښتی دی.
"افغانستان کې د ولسي وګړو مرګژوبله ډېره شوې ده"
بې پولې ډاکټرانو کندوز کې بل روغتیايي مرکز جوړ کړ
په ورته وخت کې د تېرې شنبې په ورځ، بې پولو ډاکټرانو د شنبې په ورځ د افغانستان په شمالختیځ کندوز ولایت کې یو ځل بیا کوچنی روغتیايي مرکز پرانیست.
بې پولې ډاکټرانو په ۲۰۱۵ کال کې د امریکايي ځواکونو له خوا د دوی پر روغتون تر بمبار وروسته په کندوز کې خپل فعالیتونه په ټپه درولي وو.
د امریکا د هوايي ځواکونو له خوا د بې پولې ډاکټرانو د روغتون د بمبار په پېښه کې د ناروغانو او د روغتون د کا رکوونکو په ګډون ۴۲ کسان وژل شوي وو.