BBC
 شاته

د ژوند ترخې تجربې "کولای شي ماغزه څلور کاله زاړه کړي"

د انځور حقوق Getty Images

امریکايي څېړونکي وايي د ژوند ترخې تجربې، لکه د ماشوم مړینه، طلاق یا له کاره ګوښه کېدل، کولای شي ستاسو ماغزه لږ ترلږه څلورکاله زاړه کړي.

څېړونکو، د ۱۳۰۰ پنځوس کلنو خلکو د حافظې او فکر کولو وړتیاوو ته د کتنې له لارې د هغوی د ماغزو روغتیا ارزولې.

د څېړنې موندنې په لندن کې د الزهایمرز ټولنې یو نړیوال کانفرانس ته وړاندې شوې.

څېړونکو، د ژوند د ترخو تجربو او د حافظې د خرابېدو (ډیمنشیا ناروغۍ) ترمنځ مستقیمې اړیکې ونشوای موندلې، خو څرګنده شوې چې ترخې تجربې د ماغزو پر فعالیت اغېز لري، چې کېدای شي په اوږدې مودې کې د حافظې د له منځه تلو یا ډیمنشیا سبب شي.

کمزورې حافظه

یوه نظریه دا ده چې روحي فشار یا د ژوند ترخې تجربې التهاب ( پاړسوب یا ګزک) زیاتوي، چې د حافظې د له منځه تللو شونیتیا ډېرولای شي- اوس د بریتانیا د ساوت هامپټن پوهنتون څېرونکي په دې هکله ازموینې کوي.

د امریکا د ویسکانسن پوهنتون د طب پوهنځي څېړنې، موندلې چې د نورو نژادي ډلو پرتله افریقايي امریکایان ډېری د ژوند د ترخو تجربو یا روحي فشارونو ګواښ سره مخ کېږي. دا ځکه چې د حافظې په ازموینو کې دوی د نورو ډلو پرتله کمزوري وه او معمولا یې په بېوزلو سیمو کې ژوند کاوه.

د ټولو ډلو په ترخو تجربو کې، د زده کړې ستونزې، مالي نا امني، جدي روغتیايي ستونزې او روحي ترخې تجربې شاملې وې.

نورو څېړنو چې په لندن کې نړیوال کانفرانس ته وړاندې شوې وې، هغو زیاتېدونکو شواهدو ته اشاره کوله چې د ژوند لومړیو وختونو ترخې تجربې او دا چې خلک په څه ډول ځایونو کې ژوند کوي کېدای شي د حافظې د خرابېدو یا ډیمنشیا ناروغۍ په راپیدا کېدوکې رول ولري.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption په بېوزلو سیمو کې ژوند کول کېدی شي د ډیمنشیا ناروغۍ په رامنځته کېدو کې رول ولري

د الزهایمرز ناروغۍ په اړه د څېړنو د ټولنې مشر ډاکټر ډګ براون، وویل د روحي فشار یا ترخو تجربو د رول څېړنه یوه پېچلې مسله ده.

"د نورو ناروغیو لکه اضطراب اوژور خپګان یې جلاکول ډېر سخت دي، ځکه ګومان کېږي چې هغوی هم د ډیمنشیا په راپیدا کېدو کې رول لري.

"خو، د څېړنو موندنې ښيي چې د بېوزلو ټولنو خلکو سره باید مرسته وشي ځکه چې هغوی کې د ژوند د ترخو تجربو رامنځته کېدلو شونیتیا ډېره ده".

اوسمهال په بریتانیا کې تقریبا ۸۵۰ زره کسان د ډیمنشیا ناروغي لري.

دا ناروغۍ معمولا هغه خلک اغېزمنوي چې عمر یې له ۶۵ کلو زیات وي، د عمر له زیاتېدو سره د ډیمنشیا ناروغۍ د راپیدا کېدو شونیتیا ډېرېږي، خو د دې ناروغانو له ډلې تقریبا ۴۲،۰۰۰ تنه یې د نسبتا کم عمر لرونکي دي.

بریتانیا کې د الزهایمرز د څېړنو د مرکز مشرې، ډاکټرې کارول روتلیج، وویل د روحي فشارونو او حافظې د خرابېدو ترمنځ په اړیکو کې ښايي راز راز عوامل رول ولري.

خو هغې وویل چې ماغزه د څېړونکو لپاره یو "بېساری پېچلی غړی" دی.

"ورځ په ورځ روښانه کېږي چې د ژوند پېښې او تجربې کولای شي لسګونه کلونه وروسته هم پر ماغزو اغېز وکړي او څېړونکي باید د ژوند په وروستیو کې د ماغزو د روغتیا په اړه د پوهېدو لپاره ټول ژوند ته کتنه وکړي".


د ډیمنشیا (د حافظې کمزورتیا) ګواښ د کمولو لپاره ځینې لارښوونې

  • هره اوونۍ پنځه ځلې، لږ ترلږه د ۳۰ دقیقو لپاره له فزیکي پلوه ځان فعال وساتئ.
  • سګرټ مه څکوئ، او که څکوئ یې نو پرې یې ږدئ
  • په توله برابر سالم خوراک وکړئ لکه غوړ لرونکی کب، میوه، سابه، خو سره غوښه او شکره ډېره مه خورئ
  • نارینه او ښځې باید په اعظمي توګه په اوونۍ کې له ۱۴ یونټو زیات الکول ونه څښي
  • نورې روغتیايي ستونزې مو لکه د وینې لوړفشار، د وینې لوړ کولسټیرول او د شکرې ناروغۍ دویم ډول په مناسب ډول سمبال کړئ
  • د شکرې ناروغۍ د دویم ډول، د مغزي سکتې او زړه ناروغۍ د مخنیوی په خاطر د بدن سالم وزن وساتئ
  • د ماغزو د ورځیني ورزش په خاطر ځینې معماګانې حل کړئ، د کلماتو موندلو جدولونو یا د کوم نوي شي د زده کولو تمرینونه وکړئ
  • له ټولنیز پلوه مو اړیکي بوختې وساتئ او د ملګرو او دوستانو یوه ښه ټولنیزه شبکه ولرئ