د عقلي زوال يا حافظې کمزورتيا د مخنيوي لارې چارې
عقلي زوال، کمزورې حافظه، ګډوډ فکر، ګډې وډې خبرې، دا هر څه په ځینو ټولنو کې لېونتوب بلل کېږي. د درملنې لپاره یې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې کار او څېړنې ډېرې شوي، خو کوم مهم پرمختګ نه دی شوی.
اوس په یوه تازه رپوټ کې ۹ ټکو ته اشاره شوې، او لیکونکي یې ادعا کوي چې که ځوانۍ کې ورته پام وشي، په دې ستونزو د اخته کسانو یو په دری برخه راکمېدلی شي.
لومړۍ سپارښتنه یې د زده کړو په اړه ده. رپوټ وایي، یو انسان باید لږ تر لږه تر ۱۵ کلنۍ زده کړې وکړي. بلکې که له ښوونځي یا پوهنتون وروسته دې هم په دوامداره توګه مطالعه کوي.
- ځینې خلک ولې پخوانۍ پېښې په یاد نه لري؟
- له زيږولو وروسته خپګان
- فېسبوک او ټوېټر 'د ځوانانو ذهن ته زیان رسوي'
دویمه او دریمه سپارښتنه یې د ټولنیز ژوند په اړه ده. رپوټ وایي، انسان باید ځانونه له یوازیتوبه وساتي. له کورنۍ او ملګرو سره ناسته ولاړه، تګ راتګ او فعاله ژوند د انسان ذهن او حافظه بوخت ساتي، او په وروستي عمر کې د دې دواړو د زوال شونتیا کمېږي.
د عقلي زوال ناروغي- ډېمنشا
ميليونه ۱۳۱
اټکل دی چې تر ۲۰۵۰ کال پورې پر دې ناروغۍ اخته شي
-
اوس مهال پر دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ميليونه ۴۷
-
بريتانيا کې تر ۲۰۴۰ کال پورې د دې ناروغۍ اټکل ۱.۲ ميليونه
-
د منځنيو زده کړو نه بشپړول ۸ سلنه
پنځه نورې سپارښتنې یې د انسان د عامې روغتیا په اړه دي.
رپوټ وایي، که یو څوک په ژور خپګان اخته وي نو باید پر وخت یې درملنه وشي.
د شکرې په ناروغانو کې د عقلي زوان شونتیا ډېره ده، نو باید دې ټکي ته هم پر وخت پام وشي. همدا رنګه چاغوالی یا ډېر وزن هم د خطر زنګ بلل شوی.
رپوټ د صحي خواړو او د ورزش سپارښتنه کوي. پر دې سربېره، سګرټ څکول او د وینې لوړ فشار هم مرسته نه کوي، بلکې په دې ناروغۍ د اخته کېدو شونتیا ډېروي.
وروستۍ سپارښتنه یې د سماعت یا د اورېدو توان په اړه ده. رپوټ وایي، کوڼوالی د یوازیتوب لامل کېدلی شي، او انسان له فعاله ژونده را ګرځوي. دا دواړه عادتونه یا حالتونه بیا، د عقلي زوال او د حافظې د کمزورتیا سبب کېدلی شي.
کارپوهان وایي، دې ۹ ټکو ته پاملرنه، د دې حالت درملنه نشي کولی، خو ټینګار کوي چې تر ډېره یې په مخنیوي کې مرسته کولی شي.
نهه ټکي چې د عقلي زوال ناروغي رامنځ ته کوي
- د عمر په منځنۍ برخه کې د اورېدو توان له لاسه ورکول ۹ سلنه
- د منځنيو زده کړو نه بشپړول ۸ سلنه
- سګريټ څکول ۵ سلنه
- په پيل کې د ژور خپګان نه درملنه ۴
- ټولنيز جلاوالی ۲ سلنه
- د وينې لوړ فشار ۲ سلنه
- د وزن زياتوالی ۱ سلنه
- د شکرې دوهم ډول ناروغي ۱ سلنه