BBC
 شاته

د سپينې ماڼۍ وياند سپايسر استعفا کړې

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویاند شان سپایسر له دندې استعفا وکړه.

رپوټونه وايي دا کار یې له هغه وروسته د اعتراض په ډول وکړ چې ولسمشر ټرمپ د هغه پر سر یو نوی کس وټاکه خو له استعفا راهیسې په مرکه کې ښاغلي سپایسر د ولسمشر ټرمپ له ډلې سره د وېش او مخالفت خبرې رد کړې او ويې ويل له ډونلډ ټرمپ سره پر کار کولو ویاړي.