BBC
 شاته

د هلمند اوونۍ: دلته يو وخت سلګونه سکان اوسېدل

افغانستان د ګڼو توکمونو او ژبو کور دی خو په دې تېرو څو لسیزو کې لکه نور افغانان ډېری اقلیتونه یا لژکي ترې ووتل.

سکان او هندوان په همدې ډله کې راځي چې په افغانستان کې دننه له بېلا بېلو ستونزو پکو او د خپل هېواد پرېښودو ته مجبوره شول. په سوېلي هلمند ولایت کې پخوا ۱۲۰ کوره سکان اوسېدل. اوس یې یوازې دوه کسان پاتې دي. ترن سېنګ او ستنام سېنګ په لښکرګاه ښار کې بې له کورنۍ ژوند کوي.