BBC
 شاته

افغان نجونو د ټولې نړۍ پام ځانته واړاوه

. د انځور حقوق Getty Images
Image caption "دغه افغان نجونې د افغانستان د مشرۍ وړتیا لري"

امریکايۍ ورځپاڼې واشنګټن پوسټ او بریتانوۍ ګارډین د روباټ په نړیوالو سیالیو کې د افغان نجونو د ګډون په اړه مطالب خپاره کړي.

واشنګټن پوسټ په مطلب کې د هغوی د اوږد سفر بیلابیل پړاوونه ذکر کړي اوهغه کړاوونه او ستونزې چې دوی ورسره لاس او ګریوان وې یادې کړي دي.

واشنګټن پوست د نورو هېوادونو برخه وال د افغان برخوالو په اړه غږولې له دې ډلې د جرمنې د ډلې یوې غړې ورته ویلي چې افغان نجونو د ټولې نړۍ پام ځانته واړاوه ، دوی ګیله کړې چې آن جرمني رسنیو چې د دوی د خپل هېواد رسنۍ دي ،هم دوی ته پام نه دی کړی.

ګارډین ورځپاڼې هم په دې اړه خپل مطلب کې ویلي چې که څه هم دغو افغان نجونو ته د دوی د زړورتیا له ا مله د سپينو زرو مډال ورکړل شو، خو په دغو نړیوالو سیالیو کې د افغان نجونو ګډون د ډیرو بریاوو په معنی دی. ګارډین د امریکا د ملي امنیت د سلاکار د مرستیالې دینا پاول هغه خبره را اخیستې چې ویلي یې دي دغه نجونې په راتلونکې کې د افغانستان د مشرتابه وړتیا لري.

امریکايي ورځپاڼه وال سټریټ ژورنال وايي د افغانستان لپاره د امریکا نوې کړنلاره د بشپړیدو په حال کې ده . وال سټریټ ژورنال زیاتوي چې د امریکا دفاع وزیر جیم متیس وايي د ټرمپ اداره په افغانستان کې د څه باندې یوې نیمې لسیزې د جګړې ارزونه د نوې کړنلارې د ټاکلو لپاره وروستیو پړاوونو کې ده. ښاغلي متیس دا هم ویلي چې دی فکر نه کوي چې د اسلامي دولت نومې ډلې مشر ابوبکر البغدادي دې وژل شوي وي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption فکر نه کوم د داعش ډلې مشر االبغدادي دې وژل شوی وي.

پاکستانۍ ورځپاڼې The News د پاکستاني چارواکو د هغو ادعاوو په اړه چې وايي هندي استخبارات د افغانستان له لارې په پاکستان کې د ترهګرۍ اور ته لمن وهي یو مطلب خپور کړی او په کې ویل شوي چې که هند له افغانستان سره په پوځي برخه کې مرستې زیاتې کړي چې د مطلب د لیکوال په وینا د پخوا کلونو پرتله عملا زیاتوالی ښيي نو دا به د پاکستان لپاره یو منفي خبر وي.

بله پاکستانۍ ورځپاڼه ډان د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د هغه راپور په اړه چې وايي پاکستان یو له هغو هېوادونو دی چې ترهګر په کې خوندي ځایونه لري یوه مطلب کې لیکي چې د حوالې غیر رسمي سیستم لا هم د پاکستان په ټولو برخو کې فعال دی ، او که څه هم د ۲۰۱۰ کال د پيسو وینځلو د مخنیوي قانون دحکم له مخې ددغه سیستم کارول جرم دی او په کار ده چې په اړه یې په مالي چارو کې د پاکستان ځانګړې ادارې ته خبر ورکړل شي خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په راپور کې ویل شوي چې دغه سیستم په پاکستان کې فعال دی.

هندۍ ورځپاڼې ټایمز اف انډیا په یوه راپور کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د همدې راپور په اړه ویلي چې هندي چارواکو په یاد شوي راپور کې په دې نیوکه کړې چې کشمیر یې ( آزاد جمو او کشمیر ) بللی. ورځپاڼه وايي دا لومړی ځل دی چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په کالني راپور کې دغه اصطلاح کارول شوې ده.