BBC
 شاته

د سپینې ماڼۍ ویاند له دندې استعفا وکړه

. د انځور حقوق Getty Images
Image caption ښاغلي سپایسر سپینې ماڼۍ په وروستیو خبري ناستو کې موجود نه و.

د سپنیې ماڼۍ ویاند شان سپایسر له خپلې دندې استعفا وکړه او څو میاشتې یې چې دغه دنده پر مخ وړې وه، د ځان لپاره یې ویاړ وګاڼه.

د نیویارک ټایمز د خبر پر بنسټ، ښاغلي سپایسر د دونلډ ټرمپ د اړیکو د ډلې د ترکیب په اړه د نظر اختلاف درلود او د ولسمشر د اړیکو د مدیر په توګه د "انتوني سکاراموچي" پر ګومارنه ناخوښه و.

ښاغلي سپایسر سپینې ماڼۍ په وروستیو خبري ناستو کې موجود نه و.

نیویارک ټایمز وايي، ښاغلی سپایسر د سپینې ماڼۍ د اړیکو د مدیر په توګه د انتوني له ټاکلو سره سخت مخالف و او د هغه ګومارنه یې ستره تېروتنه ګڼله.

د انځور حقوق Twitter
Image caption سپایسر د سپینې ماڼۍ د ویاند په توګه د نده د ځان ویاړ بللې

په امریکا کې د بي بي سي مشر خبریال "انتوني زوکر" له روسیې سره د ډونلډ ټرمپ د نږدي کسانو د ملګرتیا ګومان ته په اشاره وايي، د سپینې ماڼۍ چارواکي او کار کوونکي سخت او تنګ ژوند تېروي.

نوموړی زیاتوي، د سپینې ماڼۍ د ویاند له استعفا د اوسني دولت په بنسټونو کې درزونو ورو ورو ښکاره کېږي.