BBC
 شاته

ټرمپ: ایران دې له برمته نیونو لاس واخلي

. د انځور حقوق AFP
Image caption شاوخوا ۴۰ کاله کېږي چې ایران له برمته نیونې سیاسي ګټه اخلي

سپینې ماڼۍ له ایرانه غوښتي هغه امریکايي وګړي چې په دغه هېواد کې په "ناعادلانه ډول" بندیان شوي، ژر تر ژره خوشې کړي.

له سپینې ماڼۍ په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، ښاغلی ټرمپ تهران ته د سزا ور کولو چمتووالی نیسي.

په دغه خبرپاڼه کې چې د جمعې (جولای ۲۱) په مازیګر خپره شوې، راغلي: "د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د هغه تر امر لاندې دولت، په ایران کې په "ناعادلانه ډول" د زنداني شویو امریکايي وګړو د راخوشې کولو لپاره، خپلې هڅې دوه برابره کړې دي. امریکا د دولتونو له خوا د امریکايانو بې دلیله برمته نیونه غندي."

په خبرپاڼه کې راغلي: " شاوخوا ۴۰ کاله کېږي چې ایران له برمته نیونې سیاسي ګټه اخلي، وروستۍ بېلګه یې د ژیایو وانګ لس کاله زنداني کول دي. ایران د ژیایو وانګ او په دغه هېواد کې د نورو امریکايي وګړو پر خوندیتابه مسوول دی. "

ایران ژیایو وانګ تورن کړی چې د څېړنې په پلمه یې غوښتل د ایران له کتابتونونو پټ او محرمانه اسناد تر لاسه کړي.

سپینې ماڼۍ پخپله خبرپاڼه کې په ټینګار له ایرانه غوښتي چې امریکايي وګړي رابرټ لوینسون، سیامک او باقر نمازي دې هم ژر تر ژره خوشي کړي.

رابرټ لوینسون د "ایف‌بي‌ای" کار کوونکی دی چې لس کاله وړاندې په "کیش جزیره" کې د استخباراتي ماموریت پر مهال نادرکه شوی دی.

ایران په ځلونو ویلي، د لوینسون له برخلیکه خبر نه دي، خو په موندلو کې یې له امریکا سره همکاري کوای شي.

سیامک او باقر نمازي هم دوه ایران الاصله امریکايان دي چې دوه کاله وړاندې" د امریکا دولت ته د همکارۍ په تور" ونیول شول او وروسته یې هر یو په لس کاله بند محکوم شو.

ایران د خپلو وګړو دویم تابعیت نه مني.

د امریکا د پرینسټون پوهنتون په ویبپاڼه کې ژیایو وانګ د پوهنتون استاد معرفي شوی دی.

ایران تر اوسه د امریکا خبرپاڼې ته غبرګون نه دی ښودلی.

د ۱۳۹۵ هـ ل کال په دوبي کې په ایران کې د یوه لبناني الاصله امریکايي " نزار زکا" نیونه چې د ایران په بلنه په یوه کنفرانس کې د خبرو لپاره دغه هېواد ته تللی و، هم د خبرونو د سر ټکی و.

د انقلاب محکمې ښاغلی زکا د امریکا حکومت ته په جاسوسۍ او مرستې تورن او په لس کاله زندان محکوم کړ.