BBC
 شاته

یمن کې جګړه، لوږه او اوس کولرا

یمن کې تر اوسه لسګونه زره خلک دې ناروغۍ وژلي دي، شمېر یې لا په ډېرېدو دی.

په یمن کې دا دوه کاله کې کېږي چې کورنۍ جګړه ده خو تر اوسه تر دوو زرو ډېر کسان یوازې کولرا پکې وژلي دي.

دا ناروغي دغلته درې میاشتې وړاندې خپره شوې ده. پر څه باندې ۳۰۰ زرو کسانو شک کېږي چې ښايي له دې ناروغۍ ځورېږي.

مرستندویه اداره اکسفام وايي ښايي دا شمېر نور هم ډېر شي. پام مو وي چې په دې رپوټ کې ځینې برخې ډېرې زړه بدوونکي دي.