BBC
 شاته

ناز بلوڅ ولې د عمران خان له ګوند لار بېله کړه؟

د انځور حقوق NAZZ BALOCH/ FACEBOOK
Image caption ناز بلوڅ د عمران خان د پالسیو کلکه دفاع کوله.

د عمران خان په مشرۍ د پاکستان د تحریک انصاف ګوند یوه مشره ناز بلوڅ د یکشنبې په ورځ رسنیو ته را ووتله او په خبرو خبرو کې یې له دې ډلې لار بېله او له پاکستان خلکو ګوند یا پیپلز پارټي سره یو ځای شوه.

ناز بلوڅ له کراچۍ سیاست پیل کړ، ځوانه سیاسي مشره ده، په نویمه لسیزه کې هغه وخت له عمران خان اغېزمنه شوه، چې د مور شوکت خانم روغتون ته یې بسپنه کوله.

له دې مخکې یې د پاکستان د خلکو ګوند پخوانۍ مشره بې نظیر بوټو ایډیال وه.

* ملاله یوسفزۍ: پر ټویټر خپله مبارزه روانه ساتم

* د کوټې ناهیده اڅکزۍ: ما به له هلکانو سره تمرین کاوه

د بې نظیرې له وژل کېدو وروسته د عمران خان له سیاسي نظریې اغېزمنه شوه، ښايي یو لامل یې دا هم وي، چې پلار یې د بې نظیر بوټو د پلار او د خلکو ګوند د بنسټګر ذوالفقار علي بوټو نږدې ملګری و، خو هغه هم د پاکستان تحریک انصاف سره ملګری شو.

ناز بلوڅ لومړنۍ مېرمن وه چې د عمران خان په ګټه له کراچۍ قومي اسمبلۍ ته نومانده شوه، خو ټاکنې یې ونه ګتلې.

مګر له هغه وروسته که د عمران خان مظاهرې وې یا کومه مهمه پېښه او یا هم په رسنیو کې سیاسي جګړې وې، ناز بلوڅ د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند په دفاع ډګر ته راوتله او له ټولو به مخکې مخکې کېدله.

نوموړې د عمران خان په ګوند کې د هغه د پالیسو په دفاع کې ډېره کارنده او منلې شوې وه.

د انځور حقوق Naz baloch
Image caption ناز بلوڅ وايي، د ځوانان د غږ پورته کولو نظریه اوس د عمران خان پر ځال بلاول بوټو زرداري کې ویني.

خو د یکشنبې په ورځ یې د خلکو ګوند له مهمو مشرانو سره ګډه خبري غونډه کې یې وویل:

"د پاکستان تحریک انصاف یواځې پنجاب ته ډېر پام کوي، د مرکز سیاست ته یې پام دی".

نوموړې دا نیوکه هم وکړه چې کله عمران خان کراچۍ ته تللی و، له خپلو ګوندي کارکوونکو سره له لیدنو کتنو لرې ساتل کېده.

"د عمران خان یو بل څنګ ته داسې کسان را ټول شوي، چې نه ځوانان دي او نه هم د سیند دي".

ناز بلوڅ ځان د ځوان پوړ استازې بولي او عمران خان هم د بدلون او د ځوان کول د غږ پورته کولو دغوه کوي.

* ولې هندۍ ښځې د غوا څېره په سر کړې؟

* ۱۸۸ کاله وروسته ښځه د لندن د پولیسو مشره ټاکل شوې

خو مېرمن بلوڅ وايي، اوس د عمران خان پر ځای دغه فکر بلاول بوټو زرداري کې ویني.

"دا هم ناسم کا رنه دی چې زه یو ځل بیا خپل کور ته راځم".

ناز بلوڅ دا شکایت هم وکړ چې د تحریک انصاف په ټولو پرېکړو کې د نارینه وو پرتله د ښځو استازي ډېره نه کېږي.

خو د پاکستان تحریک انصاف له دغه ګوند د ناز بلوچ پر وتلو کوم غبرګون نه دی ښودلی، مګر د دې ډلې یوه مشر شفقت محمود ویلي، "داکوم ځانګړی خبر" نه دی.

خواله رسنیو کي له تحریک انصاف ګوند د ناز بلوڅ پر وتلو اندېښنه ښودل شوې او د هغې دا پرېکړه یې د ګوند په زیان بللې ده.

د انځور حقوق NAZZ BALOCH/ FACEBOOK
Image caption ناز بلوڅ ه عمران خان سره په یوه ناسته کې.