BBC
 شاته

" ټرمپ او مودي هم نواز شریف نشي ژغورلی "

ایکسپرېس ټريبيون:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د نواز شریف د پانګې او عایدو ترمنځ توپیر دی.

پاکستانۍ ایکسپرېس ټريبيون ورځپاڼې د تحريک انصاف گوند مشر عمران خان هغه وينا مهمه بللې چې ويلي یې دي د قطر شهزاده څه چې ان ټرمپ او مودي هم لومړى وزير نواز شريف اوس نه شي ژغورلى.

عمران خان دا خبرې يوه ورځ وړاندې له هغه کړې چې ټاکل شوې د پاکستان سترې محکمې ته د لومړي وزير نواز شريف د شتمنيو په تړاو يوه قضيه وړاندې شي.

ورځپاڼې د عمران خان په وينا ليکلي " اورېدلي مې دي چې دوى (نواز شريف کورنۍ) له عربي اماراتو د مرستې غوښتنه کړې. خو هېڅ بهرنى ځواک اوس د پاکستان لومړى وزير نشي ژغورلى."

عمران خان وايي ښاغلى شريف د پلټنو گډې جرگه گۍ له بې اعتباره بللو وروسته اوس هڅه کوي چې پر ستره محکمه او پاکستاني پوځ شته باور ته زيان واړوي.

واشنگټن پوست:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د قطر امیر تمیم بن حمد التاني

امريکايۍ واشنگټن پوسټ ورځپاڼې د امريکا استخباراتي چارواکو په وينا ليکلي، تېره مې د قطر دولتي رسنيو د هک کېدا چاره د عربي اماراتو له لوري سمبال شوې وه.

د دغو رسنيو له هک کېدو وروسته د قطر امير ته منسوب يو لړ ناسمې ناندرييزې ويناوې خپرې شوې چې د دغه هېواد او د گاونډيانو ترمنځ يې ستر کړکېچ رامنځته کړ.

په دغو ويناو کې ايران "اسلامي ځواک" بلل شوى او د حماس ستاينه شوې وه.

ورځپاڼه زياتوي، د امريکا استخباراتي ادارې له لوري د ټولو شويو مالوماتو له شننې وروسته چارواکي پوه شول چې د مې پر ٢٣ يانې د قطري رسنيو له هک کېدا يوه ورځ وړاندې د عربي اماراتو حکومت د دغه پلان پر جوړولو او پلي کولو خبرې کړې وې.

استخباراتي چارواکو ويلي مالومه نه ده چې عربي اماراتو په خپله دا چاره ترسره کړې او که دا کار يې کوم بل چا ته سپارلى.

خو په امريکا کې د عربي اماراتو سفير "يوسف العتيبه" د واشنگټن پوسټ دا رپوټ ناسم بللى او وايي قطر په رښتيا له طالبانو نيولې تر حماس او قذافي پورې د توندلارو ملاتړ کړى.

گارډين:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption مریم میرزا خاني، چې د ساینس برخه کې یې د نوبل په څېر جایز ګټلې وه.

بريتانيايۍ گارډين ورځپاڼه وايي د ايران دولتي رسنيو د حجاب په تړاو سخت مقررات مات کړي او د ايران توکمه فقيدې رياضي پوه مريم میرزاخاني داسې انځورونه يې خپاره کړي چې پړونى يې نه دى پر سر.

اغلې مرزاخاني چې د رياضياتو ملکه نومول شوې لومړنۍ هغه مېرمن وه چې په رياضياتو کې يې تر ټولو ستره نړېواله جايزه خپله کړه.

نوموړې تېره شنبه په کلفورنيا کې د سرطان ناروغۍ له امله د څلوېښت کلونو په عمر مړه شوه.

د ايران ولسمشر حسن روحاني هم د اغلې میرزاخاني يو بې پړوني عکس له دې پيغام سره پر انسټاگرام خپور کړى"د ايران او نړۍ د اوڅارې رياضي پوه مريم میرزاخاني مړينه زړه ماتونکې ده."