لوګر کې د پاکستانۍ چورلکې نا معلوم برخلیک
له لوګر ولايت څخه د پاکستان د غورځېدلې پاکستاني چورلکې د سپرلۍ په اړه بېلابېل راپورونه خپرېږي.
ځينو پاکستاني رسنیو پاکستان ته د دغې چورلکې د سپرلۍ د لېږدېدو خبره کړې، خو یوه افغان چارواکي بي بي سي ته وویل تر اوسه په دې اړه معلومات نه لري.
ایم ای ۱۷ ډوله پاکستاني چورلکه نږدې ۱۰ ورځې وړاندې د لوګر ولايت په ازره ولسوالۍ کې بيړنۍ ناستې ته اړ شوه چې سپرلۍ يې طالبانو له ځآن سره بیولې.
چارواکو ویلي و دا چورلکه روسيې ته د ترميم په موخه د افغانستان له فضا څخه د تېرېدو په حال کې وه.
پاکستاني رسنيو پرون راپورونه خپاره کړل چې ګواکې طالبانو دا کسان پاکستان ته لېږدولي.
خو اوس د لوګر ځايي چارواکي د دغې سپرلۍ د برخليک او يا يې پاکستان ته د لېږد په اړه له خبرو ډډه کوي.
خو د لوګر د ولايتي شورا یوه غړي چې په ازره ولسوالۍ کې اوسېږي بي بي سي ته وويل، د ده معلومات ښيي چې د چورلکې سپرلۍ لا هم پاکستان ته نه دي استول شوې.
د هغه په وينا طالبان د دغو کسانو د سپارلو لپاره تر فشار لاندې دي.
د ولايتي شورا دغه غړی زياتوي د چورلکې پاتېشوني لا هم په یاده ولسوالۍ کې پراته دي.
افغان دولت له دې پېښې وروسته وويل د چورلکې د سپرليو د ژغورنې لپاره يې په سيمه کې عمليات پیل کړي.
موږ په عين حال کې هڅه وکړه چې د پاکستاني رسنيو د رپوټونو په تړاو د طالبانو غبرګون هم له ځان سره ولري خو هغوی ظاهرا په دې برخه کې چوپتيا غوره کړې.