BBC
 شاته

نغمه: زما مېړه پاکستانی نه دی

د افغانستان وتلې سندرغاړې شاپیرۍ نغمې له بي بي سي پښتو ویبپاڼې سره ځانګړې مرکه کې ویلي، د موسیقۍ په برخه کې د پخوا پرتله امکانات ډېر شوي دي، د سندرغاړو لپاره اسانتیاوې پریمانه دي، خو وايي اوس تر یوه بریده د موسیقۍ او شعر د انتخاب په برخه کې د ذوق کچه ټیټه شوې ده.

د نغمې په خبره په دې برخه کې خپله سندرغاړي، ټلویزیونونه او مینه وال په ګډه ملامت دي.

Image caption نغمه وايي، تر اوسه یې نژدې څلور زره سندرې ثبت کړې دي

له نغمې پوښتنه وشوه، چې ویل کېږي میړه یې پاکستانی دی؟

هغې په ځواب کې وویل، که د دواړو هېوادونو خلک سره خپلوۍ وکړي دا به د خلکو او دواړو هېوادونو تر منځ د ښو اړیکو رامنځته کولو کې مهم رول ولري، خو د نوموړې په وینا د دې اوسنی مېړه افغان او د لوګر اوسېدونکی دی.

د ښځینه سندرغاړو پر وړاندې د پرتو ستونزو پوښتنې ته ځواب کې مېرمن نغمه وايي، دغه برخه کې هم د کمیت له پلوه ډېروالی راغلی، د پخوا پرتله اوس ستونزې هم لږ شوې، خو په وینا یې د کیفیت په برخه کې د ګوتو په شمار ښځینه سندرغاړې لرو، چې په معیار برابره موسیقي وړاندې کوي.

نغمه وايي، هېڅ سندرغاړی یا سندرغاړې د بل ځای نه شي نیولای، خو که هر څوک خپل هنر ته ژمن وي، په خپل مسلک کې هڅه او هاند وکړي، ځانته یو ځای موندلای شي.

د هغې په وینا د یوه هنرمند لپاره دا هم ډېره اړینه ده، چې زده کړې وکړي او له خپل کلتوره خبر واوسي. د نغمې په اند په افغانستان کې د غزل اورېدو مینه وال لږ دي، خو رسنۍ او بیا په ځانګړې توګه ټلویزیونونه کولای شي، د لوړ ذوق په روزنه او پالنه کې مهمه ونډه ولري.

د خپل شخصي ژوند په اړه نغمه وايي، سره له دې، چې له منګل سره یې د ژوند لاره بېله کړه، خو د یوه وتلي هنرمند او د خپلو ماشومانو د پلار په حیث ورته اوس هم ډېر درناوی لري.

خو له منګل سره د امکان په صورت کې د جوړه سندرو ویلو پوښتنې ته ځواب کې هغه وايي ګومان نه کوي، چې منګل به ورسره سندرو ته زړه ښه کړي او خپله دا هم نه غواړي له منګل سره نور په شریکه سندرې ووايي.

نغمه له لسیزو راهیسې سندرې وايي او د مهمو شاعرانو تر څنګ یې د یو شمېر سندرو لپاره شعرونه هم خپله لیکلي.

نغمه وايي د شعرونو دویمه ټولګه یې چاپ ته چمتو ده او نژدې راتلونکي که به چاپ شي.

نوموړې ۱۳۶۰ کلونو کې لومړۍ سندره ثبت کړه او وايي اوس یې د ثبت شویو سندرو شمېر شاوخوا څلورو زرو ته رسیږي.