شاته

ارګ: د عبدالله عبدالله وروستۍ څرګندونې د حکومتوالۍ د اصولو خلاف دي

د افغانستان جمهوري رياست وايي د اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله پرونۍ څرګندونې د دولتدارۍ له اصولو سره په ټکر کې دي.

د جمهوري رياست وياند محمد هارون چخانسوري ازادي راډيو ته دا خبره وکړه:

"​په تاسف سره د ښاغلي ډاکټر عبدالله عبدالله د تېرې ورځې خبرې د دولتدارۍ موازینو او روحیې سره برابرې نه وې، ځکه د حکومتوالۍ بنسټ پر قانوني اصولو او ضوابطو ولاړ دی او پر هغه مبنا اجرات کېږي، د ملي یووالي حکومت کار د مجموع په توګه ادامه مومي، د هغه د څرګندونو په هکله به ژر جدي او موثر بحثونه وشي."​

د افغانستان اجرایيه رئیس عبدالله عبدالله پرون د ملي وحدت د حکومت له تشکيل راوروسته د اول وار لپاره پر ولسمشر محمد اشرف غني انتقاد وکړ، د ولسمشر له خوا یې یو شمېر مقررۍ تر سوال لاندې راوستې، د هغه یو شمېر پریکړې یې ناسمې وبللې او ویې ویل چې له جمهور رئیس سره به په تفصیل خبرې وکړي.