BBC
 شاته

اولمپيک سياليو شپږمه ورځ، امريکايي فېلپس د سرو زرو ۲۲ م مډال وګاټه

Image copyright AP
Image caption دا په اولمپيک سياليو کې د مايکل فېلپس د سرو زرو ۲۲ مډال دی او د ټولو مډالونو شمېر یې ۲۶ دی

د برازيل په ريو کې د روانو اولمپيک سياليو پر شپږمه ورځ امريکايي لامبو وهونکي مايکل فېلپس د سرو زرو د يوه بل مډال په ګټلو سره په ريو کې د خپلو سرو زرو د مډالونو شمېر څلور کړ.

د پنجشنبې په ورځ فېلپس په ريو کې دغه د سرو زرو مډال د ۲۰۰ متره واټن لامبو په سياليو کې ترلاسه کړ.

نوموړی يوازينی لوبغاړی دی چې په پرلپسې ټوګه د تېرو څلورو اولمپيک سياليو په يوه لوبه کې د سرو زرو مډال ګټي. ده د ۲۰۰۴، ۲۰۰۸ او ۲۰۱۲ اولمپيک په دغه واټن سياليو کې د سرو زور مډال ګټلی و.

دا په اولمپيک سياليو کې د نوموړي د سرو زرو ۲۲ مډال دی او د ټولو مډالونو شمېر یې ۲۶ دی، چې په هغو کې دوه د سرو او دوه د ژېړو دي.

په دغه سيالۍ کې له ۳۱ کلن مايکل فېلپ سره د امریکا ريان لوکتي هم شامل و، خو هغه په پنځم نمبر راغی.

Image copyright Getty
Image caption فجي د اووه کسيزه رګبي سياليو کې بريتانيا ته په ماتې ورکولو سره د سرو زرو مډال وګاټه

د اولمپيک سياليو پر شپږمه ورځ د ښځو د ۱۰۰ متره واټن لامبو سياليو کې د امریکا د سايمن مينويل او د کاناډا د پني اوليکسياک تر منځ د سرو زرو د مډال لپاره سيالي مساوي پای ته ورسېده.

په دې ډول دا لومړۍ تورپوستې ښځه ده چې د لامبو په برخه کې د امريکا لپاره مډال ګټي.

د اولمپيک سياليو د شپږمې ورځې مهمه خبره د فجي لومړی مډال ګټل وو. دغه هېواد اووه کسيزه رګبي سیاليو کې د بريتانيا په څېر پياوړې لوبډلې ته ماته ورکړه او د سرو رو مډال يې وګاټه.

په دغو سياليو کې د ژېړو مډال جنوبي افريقا، جاپان ته په ماتې ورکولو سره ترلاسه کړ.

Image copyright Getty Images

د اولمپيک سياليو د شپږمې ورځې په پای کې امريکا د سرو زرو د ۱۶ مډالونو په ګډون د ۳۸ مډالونه په ګټلو سره د جدول په سر کې ده. په دويم نمبر چين دی، د دغه هېواد لوبغاړو د سرو زرو ۱۱ مډالونه، د سپينو زرو اته او د ژېړو ۱۱ مډالونه ګټلي دي.

د تېرې ورځ په څېر د اولمپیک سياليو شپږمه ورځ هم د بريتانيا لپاره ښه وه. د دوی د نارينه وو د بايسکل ځغلولو لوبډلې د سرو مډال ترلاسه کړ، د دغه مډال له ګټلو سره بريتانيا د سرو زرو څلور، د سپينو زرو شپږ او د ژېړو شپږو مډالونو په ګټلو سره ټول ۱۶ مډالونه ګټلي دي.

بريتانيا د اولمپيک مډالونو په جدول کې په اتم نمبر ده.

د ښځو د ۲۰۰ متره واټن لامبو کې د جاپان رايي کنيټو د سرو زرو مډال ترلاسه کړ. دغه هېواد تر دې مهاله د ريو اولمپیک ساليو کې ټول د سرو زور اووه، دوه د سپينو زرو او اووه د ژېړو مډالونه خپل کړي دي.

Image copyright GETTY IMAGES
Image caption د روسیې د ژېړو مډال ګټونکې عاليه مصطفينا

د ۲۰۰ متره واټن ښځينه لامبو سياليو کې د روسيې يولي ايفموا د سپينو زرو او د چين شي جېنګلېن د ژېړو مډال خپل کړ.

د اولمپيک سياليو په اوومه ورځ به افغان لوبغاړې کيميا يوسفي د ۱۰۰ متره واټن منډې وهلو سيالۍ کې برخه واخلي.

تېره ورځ د ۱۰۰ کیلوګرام وزن جوډو سياليو کې افغان لوبغاړي محمد توفيق بخشي خپل پورتګالي سيال جورج فونيسکا ته لوبه وبايلله او و نه توانېده چې د سياليو بل پړاو ته لار ومومي.

Image copyright GETTY IMAGES
Image caption د امریکا سايمن مينويل لومړۍ تورپوستې ښځه ده چې د لامبو په برخه کې د امريکا لپاره مډال ګټي.