شاته

هلمند والي: ناوه کې مو له طالبانو نورې سیمې هم نیولي

د هلمند والي حیات الله حیات امریکا غږ سره په مرکه کې د افغان امنیتي ځواکونو او د طالب وسله والو ترمنځ په دغه ولایت کې په روانو جګړو کې د نور پرمختګ ادعا کړې او ویلي دي چې د ناوې بازار هم بیرته افغان ځواکونو نیولی دی.

د ولایت والي حیات الله حیات امریکا غږ سره په مرکه کې د هلمند امنیتي وضعیت د تیرو درې څلور ورځو پرتله ښه وباله او ویې ویل چې په روانو جګړو کې وسله والو طالبانو ته د سر دروند زیان رسیدلی دی.

حیات الله حیات وویل چې د هلمند د ناوې ولسوالۍ په نښتو کې ۱۷۱ تنه د افغان حکومت وسله وال مخالفین وژل شوي او۸۵ تنه نور ټپیان شوي دي .

د هلمند والي حیات الله حیات وویل، چې اوس افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ناوې ولسوالۍ بازار او ټولې شاوخوا سیمې له وسله والو مخالفینو څخه پاکې کړې او په دغو سیمو کې تصفیوي عملیات دوام لري.
د هلمند والي د حلکومتي تلفاتو په اړه وويل چي په ناوې ولسوالۍ کې د وسلوالو سره نښته کې درې امنیتي سرتیري وژل شوي او پنځلس نور یې ټپیان شوي دي.

خو دمخه د ناوې ولسوال اقا محمد تکړه، امریکا غږ ته د ناوې د اوړمې شپې په جګړو کې تر شلو پورې افغان ځواکونو ته د مرګ ژوبلې د رسیدل تائید کړې وو.

د بلې خوا يوې بلې باوري سرچینې امریکاغږ ته وويل، چې د ناوې ولسوالۍ په عملیاتو کې د افغان حکومت تر ۳۵ پورې وسله وال مخالفان وژل شوي دي.

د هلمند د ناوې ولسوالۍ ترڅنګ د ددغه ولایت په نادعلي او ګرمسیر ولسوالیو کې هم جګړې روانې دي

د هلمند په ولایت کې ځايي اوسیدونکې وايي، چې اوس په دغه ولایت کې د جګړې زور د ناوې په څنګ کې د ګرمسیر ولسوالۍ ته اړولی دی.

د ګرمسیر ولسوالۍ یوې امنیتي سرچینې د نوم د نه ښودلو په شرط امریکاغږ ته وويل، چې وسله والو طالبانو د ولسوالۍ د مرکز تر ۲۰ کيلو میترۍ پورې ځانونه رسولي او افغان امنيتي ځواکونه تر ۱۰ پورې د امنیتي پوستو څخه په شا شوي دي.

خو د هلمند د والي ویاند عمرځواک امریکاغږ ته وويل، چې افغا امنیتي ځواکونه د ګرمسیر په ولسوالۍ کې پر حالاتو واکمن دي .

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري امریکا غږ سره په مرکه کې د هلمند په څو سیمو کې جګړې تائید کړې، خو ویې ویل چې په نادعلي او ناوه کې یې د طالبانو بریدونه په شا وهلي چې ورسره ددغه ولایت مرکز د لښکرګاه ښار ته پیښ شوي امنیتي ګواښونه له منځه تللي دي.

جنرال وزیري وویل، چې په نادعلي ولسوالۍ کې د چاانجیر سیمه افغان ځواکونو نیولې او په ناوه کې طالبانو ماتې خوړلې ده.

هغه وویل، چې د افغانستان د لویې درستیز مرستیال جنرال مراد علي مراد د هلمند د جګړې مشري کوي.

وسله والو طالبانو د افغان حکومت د چارواکو دغو تازه څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو دمخه د طالبانو یو ویاند قاري محمد یوسف احمدي په ناوه کې طالبانو ته د سر د زیان په باب خپاره شوي رپوټونه بې اساسه بللي وو.

قاري محمد یوسف احمدي، ویلي وو چې په ناوه کې جګړې دوام لري.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي