شاته

عمران خان د بل واده نیت لري

د پاکستان د تحریک انصاف د گوند مشر عمران خان د هندوستان تایمز ورځپاڼې ته ویلي چې د دریم ځل واده کولو تکل لري.

۶۰-کلن عمران خان لس میاشتې وړاندې له خپلې دوهمې ماندینې څخه جلا شو او د ځينو رسنیو په حواله تر اوسه تر ۱۵ ډیرو ښځو ورسره د واده کولو وړاندیز ورکړی دی.

عمران خان وایي خپلو میرمنو ته د گډ ژوند په ترڅ کې تل وفاداره پاتی شوی دی. هغه وایی د ځان سره یی دا ژمنه کړې چې هیڅکله به خپلې میرمنی ته خیانت ونه کړي او دا کار یې هم ندی کړی.

دغه پاکستاني سیاستوال ویلي چې د مجردۍ ژوند نه خوښوي ځکه "يوازیتوب تش ژوند دی".

ښاغلي خان وویلي "زه اوس درۍ شپیته کلن یم او د ژوند یوازی لس کاله مې د واده په گډ ژوند کې تیر کړي دي خو اوس د گډ ژوند پر اساساتو پوره باور لرم او وایم دا د ژوند غوره لاره ده".

عمران خان وایي د خپلی لومړۍ میرمنی جمیما څخه بیلیدل ورته خورا دردونکی و خو وایی دوي دواړه پدې پوهیږي چې یو له بله جلا کیدل سمه او پر ځای پریکړه وه.

نوموړی وایي له خپلې دوهمې میرمنې ریحام خان څخه یې جلا کیدل لا گران و.

هغه وویل د لومړي واده نه وروسته ورته ډاکترانو دا مشوره ورکړه چې ژر دې بیا واده نه کؤي ځکه دا ښایی د هغه د ماشومانو پر روحیې منفي اغیزې ولري. هغه وویل له همدې کبله د خپلو ماشومانو تر غټیدو په تمه شو چې بیا واده وکړي خو له بده مرغه یې دوهم واده هم نتیجه ورنکړه.

عمران خان وایی اوسمهال د دریم واده دپاره کوم خاص څوک په خیال کی نلري خو دا نیت لري چې بل واده به ضرور کوي.