BBC
 شاته

د قطر کړکېچ: الجزیرې د بندېدو غوښتنه رد کړې

څلورو هېوادونو الجزیره تلوېزیون د اسلامي حرکتونو د لاسپیکر په توګه یاده کړط د انځور حقوق Reuters
Image caption څلورو هېوادونو الجزیره تلوېزیون د اسلامي حرکتونو د لاسپیکر په توګه یاده کړې

قطر ته د څلورو هېوادونو د بندیزونو نوملړ رسېدلی چې د الجزیرې او نورو تلوېزیونونو د بندولو غوښتنه هم پکې ده، خو الجزیره وايي دا د ازادو رسنیو د چوپ کولو یوه هڅه ده.

سعودي عربستان، اماراتو، مصر او بحرین پر قطر د سختو اقتصادي بندیزونو پلان ډاګیز کړ او دوحې ته یې د کړکېچ د حل لپاره ۱۳ وړاندیزونه واستول.

دغو هېوادونو دوحې ته دا هم ویلي وو چې له ایران سره خپل اړیکي غوڅ کړي، قطر کې د ترکیې پوځي اډه وتړي. قطر ته د دغو وړاندیزونو د منلو لس ورځې ضرب الاجل ټاکل شوی.

دا وړاندیزونه دوه اونۍ وروسته تر هغه شوي چې پر قطر بې سابقې اقتصادي بندیزونه ولګول شول چې په تېرو څو لسیزو کې یې خلیجي هېوادونو کې ساری نه لیدل کېده.

بندیز لګوونکي هېوادونه د قطر حکومت د ترهګرۍ پر تمویل تورنوي او وايي چې په سیمه کې یې دا کا سخت دریځۍ او بې ثباتۍ ته لمن وهي، خو دوحه بیا دغه تورونه ردوي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption دغو هېږوادونو له قطر غوښتي چې له خیجي او عربي هېوادونو سره ځان عیار کړي

الجزیرې تلوېزیون په یوه خبرپاڼه کې ویلي: "پر دې سربېره چې د سیمې هېوادونو فشارونه پرې ډېر دي، الجزیره ه خپلو مسلکي ژورنالیستي فعالیتونو ته دوام وکړي".

د قطر د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني وړاندې ویلي وو، دوحه به د بندیزونو د لیرې کولو لپاره ورته سپارل شوې غوښتنې ونه مني.

دی وايي هېواد یې د "هېڅ ترهګرې ډلې" ملاتړ نه کوي.

د انځور حقوق AFP
Image caption قطر د سعودي او اماراتو هغه تورونه در کړي چې ګني د خیرا

نورې غوښتنې څه دي؟

  • په ځینو عربي هېوادونو کې د اخوان المسلمین په څېر له ځینو ترهګرو ډلو سره اړیکي غوڅول
  • د هېوادونو کورنیو چارو کې له لاسوهنو ډډه کول او د هغو هېوادونو د وګړو جاسوسان نه ګومارل چې پر قطر یې د بندیز پرېکړه کړې ده
  • دغو څلورو هېوادونو ته د ټولو ترهګرو عناصرو او مطلوبو کسانو سپارل
د انځور حقوق Reuters
Image caption دوحه وايي د بندیزونو لرې کېدو لپاره به له خپلو ګتو تېره نه شي
د انځور حقوق AFP
Image caption دوحه کې ترکي توکي
د انځور حقوق AFP
Image caption د بندیزونو له کبله د دوحې حمد هوايي ډګر کې مسافر

که قطر غوښتنې ونه مني؟

یوې سرچینې رویټرز خبري اژانس ته ویلي: "که لس ورځې تېرې شي او قطر دا غوښتنې ونه مني، نو د غوښتنو لیست به لغوه اعلان شي".

لږترلږه قطر ته ځینې وړاندیزونه د منلو وړ نه ښکاري.

د قطر د بهرنیو چارو وزیر روانه اونۍ کې ویلي وو، هېواد به یې هېڅ هغو "بهرنیو فشارونو" ته غاړه کښې نه ږدي چې د الجزیرې تلوېزیون قضیه پکې غوټه شوې ده.