BBC
 شاته

چین: د ځمکښویېدنې له امله ۱۰۰ کسان ورک دي

د انځور حقوق AFP PHOTO/CCTV
Image caption مرستندویه ډلې د زیانمنو لاسنیوي ته رسېدلي دي.

د چین په سیچوان ولایت کې د ځمکښويېدنې له امله ۴۰ کورونه له خاورو لاندې شوي چې له امله یې ۱۰۰ کسان نادرکه دي‎.

مرستندویه ډلې د زیانمنو لاسنیوي ته رسېدلي دي.

اټکل دی چې د پېښې د قربانیانو شمېره لوړه شي.

د ځايي رسنیو پر بنسټ، د سیچوان ولایت د شینمو ولسوالۍ د مایوشیان کلی چې د غره په لمنه کې پروت دی، په ځايي وخت سهار شپږ بجې زلزلې لړزولی او بیا یې د (قعر درې) پر لور په مخه کړی دی.

له ۷۰ کلونو وروسته سپوږمې بیا ځمکې ته ډېره نږدې کېږي

چین وايي، 'هره شېبه' د امریکا او شمالي کوریا شخړه پیلېدای شي

د پېښې له ځایه په خپرو شویو انځورونو کې بیلډوزرونو ليدل کېږي چې د پېښې پر قربانیانو پسې غټې پرښې رغړوي، ګویا که کوم څوک ژوندی ومومي.

د چین د شینهوا خبري اژانس ویلي، دې ځمکښویېدنې، د سیند غاړې په دوه کیلو مټرۍ پرتو کلیو ته زیانونه رسولي دي.

د چین په غرنیو سیمو کې د ځمکښويېدنې پېښې تکراري دي. دا طبیعي پدیده د موسمي اورښتونو پر مهال کله ډېره زیان رسوونکي او خونړۍ شي.