لندن کې افغان ماشومان مورنۍ ژبې سره څومره مینه لري؟
د لندن په لوېدیځ کې له داسې یوه ښوونځي رپوټ لرو چې افغانو ماشومانو ته په خپله ژبه ښوونه کوي.
له افغانستانه دباندې - ډېری افغان کورنۍ په ځانګړې هغه چې ماشومان لري - ډېر کله اندېښمنې وي چې ګواکې اولادونه یې له خپل کلتور او ژبې لرې را لوېیږي نو ځکه یې دغه ډول ښوونځیو ته استوي.
د بي بي سي پښتو تلویزیون د کډوالو لړۍ په ځانګړو روپوټونو کې نن زموږ همکاره شکېبا حبیب د لندن یوه افغان ښوونځي ته ورغلې ده.